ایران د سردار سلیماني د ټرورولو په وجه په ټرمپ کیس کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87780-ایران_د_سردار_سلیماني_د_ټرورولو_په_وجه_په_ټرمپ_کیس_کوي
د ایران خارجه وزیر وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت به د امریکې ولسمشر د حکومتي او اقتصادي ترهګرۍ په تور په نړیوالو قضايي ارګانونو کښې تر تعقیب لاندې راولي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 07, 2020 04:18 Asia/Kabul
  • ایران د سردار سلیماني د ټرورولو په وجه په ټرمپ کیس کوي

د ایران خارجه وزیر وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت به د امریکې ولسمشر د حکومتي او اقتصادي ترهګرۍ په تور په نړیوالو قضايي ارګانونو کښې تر تعقیب لاندې راولي.

محمد جواد ظریف المیادین ټي وي چینل ته په یوه ځانګړې مرکه کښې ټینګار کړی چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني په شهیدولو سره په سیمه کښې د امریکايي پوځیانو د شتون د ختمیدو کار پیل کړ.

ظریف وویل: د شهید سلیماني په جنازه کښې د میلیونونو خلکو ګډون د امریکې حکومت ته یوه داسې سخته څپیړه وه چې آثار به یې له لویدیځې آسیا د دغه هیواد تر وتلو پورې دوام ولري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امریکایانو ته په خطاب کښې زیاته کړه: زمونږ له پوځي قومندان سره به مو د جنګ په میدان کښې مقابله کړې وه نه دا چې په یو بزدلانه اقدام کښې یې ټرور کړئ که څه هم امریکایان او صهیونیسټي رژیم تل دغه شان کارونه کوي.

ښاغلي ظریف هم داشان وویل چې د امریکې حکومت د پيړۍ د معاملې په مخ کتنې سره ثابته کړه چې د هغې جاه طلبۍ د تاریخ په اوږدو کښې د صهیونیسټانو له جاه طلبیو زیاتې دي او ټرمپ وښودله چې په هیڅ ډول سخت حل و فصل کښې مینځګړیتوب نه شي کولی.