ایران د امریکې د پرمختللي ډرون کوډونه خلاص کړل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87782-ایران_د_امریکې_د_پرمختللي_ډرون_کوډونه_خلاص_کړل
د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د هوايي ځواک قومندان وویل: ایران اوس د ګلوبل هاک Global Hawk په نوم د امریکې د جاسوسي الوتکې په ټولو کوډونو او فریکوینسیو خبر دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 07, 2020 04:24 Asia/Kabul
  • ایران د امریکې د پرمختللي ډرون کوډونه خلاص کړل

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د هوايي ځواک قومندان وویل: ایران اوس د ګلوبل هاک Global Hawk په نوم د امریکې د جاسوسي الوتکې په ټولو کوډونو او فریکوینسیو خبر دی.

د پارس ټوډی د خبر له مخې برید جنرال سردار امیر علي حاجي زاده د ګلوبل هاک نومې امریکايي ډرون د موندل شویو نویو ټوټو د مخ کتنې ترڅنګ چې د تیر کال د جون په شلمه نیټه د ایران د هوايي حریم له خلاف ورزۍ وروسته د هرمزګان ولایت په سمندري حدودو کښې رانسکور کړی شوی و، وویل: دا الوتکه ډیر ځانګړې مشخصات لري او د ډیر لوړ الوت د توان لرلو په وجه کولی شي چې په هوايي لارو له اغیز کولو پرته بې له محدودیته په ټولو لارو کښې پرواز وکړي.

سردار حاجي زاده په دې خبرې سره چې ایران نن سبا د دغې جاسوسي الوتکي له ټولو کوډونو او فریکویسیو سره بلد شوی دی، څرګنده کړه: د ایران اسلامي جمهوریت اوس له څو زره کیلومیټره فاصلې څخه د دغې جاسوسي او بې پایلټه الوکې د بې اثره کولو توان لري.

د سپاه د هوايي ځواک قومندان د امریکې هغو بې پایلته الوتکو ته هم اشاره وکړه چې تراوسه د سپاه پاسداران له خوا په نښه کړی شوي او یا یې کنټرول ترلاسه کړی او روغې یې نیولې دي او ویې ویل: ایران دم ګړۍ په نړۍ کښې د بې پایلته الوتکو ترټولو ستر کلیکشن لري.

هغه وویل چې ډیر زر به په عراق کښې د امریکې په عین الاسد پوځي اډې باندې د حملې نوې معلومات خپاره شي.