ایران د سوریې د کړکیچ په هوارولو کښې مرستې ته تیار دی
تهران کښې د ظریف او پډرسن په ملاقات کښې د سوریې د وروستیو بدلونونو په هکله هم د نظر تبادله وشوه.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سوریې په چارو کښې د ملګرو ملتو د سرمنشي د ځانګړي استازي په کتنه کښې وویل: تهران د سوریې د حاکمیت، خپلواکۍ، وحدت او ځمکنۍ بشپړتیا د احترام په چوکاټ کښې د دغه هیواد د کړکیچ د هوارولو لپاره هرډول مرستې او ملګرتیا ته چمتو دی.
د اسلامي ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف پرون په تهران کښې د سوریې لپاره د ملګرو ملتو د سرمنشي د ځانګړي استازي ګیر پډرسن په کتنه کښې، سیاسي لاره د سوریې د کړکیچ یوازنۍ حل لاره وبلله.
د ظریف او پډرسن په دغه ملاقات کښې د سوریې د وروستیو بدلونونو په هکله هم د نظر تبادله وشوه.
د سوریې په چارو کښې د ملګرو ملتو ځانګړي استازي په دغه کتنه کښې د سوریې د سیاسي بهیر په هکله خپله نظریه د ایران له خارجه وزیر سره شریکه او پرې بحث یې وکړو.
ښاغلي پډرسن بیا د ایران د خارجه وزارت د ځانګړو سیاي چارو له جګ پوړي مرستیال علي اصغر خاجي سره هم وکتل او دغه ملاقات کښې د سوریې د ادلب د حالاتو جاج واخیستل شو او د سوچي د موافقې د اجرا او له ترهګرۍ سره د مبارزې په ضرورت ټینګار وشه.
خاجي او پډرسن هم داشان د سوریې د کړکیچ په هواري کښې د مرستې لپاره د ایران او ملګرو ملتو د ګډې ملګرتیا زمینې هم وجاجولې.