د پيړۍ د معاملې پلان د ټرمپ لپاره ستره رسوائی شوي ده
د تهران دجمعې لمانځه خطیب ټينګار کړی،د امریکا د بې شرمه ولسمشر ډونالډټرمپ پلان چې دپیړۍ دمعاملې دپلان په چوکاټ کې د فلسطینیانو کورونه نیواکګرو ته بخښي،له همدااوسه ئې ماته خوړلې ده .
زمونږخبریال راپور راکړ د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجةالالسلام کاظم صدیقي نن دخپلو سیاسی خطبو په دوام کې وئيلي دي ،د پیړۍ دمعاملې پلان په اسلامی نړۍ کې یو ستر پاڅون او انقلاب رامینځةکړی دی چې لامل کیږي ،ددغه امریکائي صهیونیسټي سپيرې دسیسې موخه کومې نتیجې ته ونه رسیږي .
د تهران دجمعې لمانځه خطیب ټينګار کړی،د امریکا د بې شرمه ولسمشر ډونالډټرمپ پلان چې دپیړۍ دمعاملې دپلان په چوکاټ کې د فلسطینیانو کورونه نیواکګرو ته بخښي،له همدااوسه ئې ماته خوړلې ده .
حجةالاسلام کاظم صدیقي دخپلو خطبو په یوې بلې برخې کې د ایران د اسلامی شورا یا پارلیمان راتلونکو انتخاباتو ته اشاره کړې او وئیلي ئې دي ،دایران یولسم پارلیمان باید د ولس د کړاؤنو د ختمولو او د مقاومت د چورلیز د کمانډر سردار قاسم سلیماني د وینې دغچ اخستو په اساس رامینځة شي او ولس باید هغو کسانو ته رائ ورکړي ، چې په بهرنیو مرستو زړنه نه نښلوي .
ټاکل شوې ده د ایران داسلامی شورا یا پارلیمان دیولسم پړاؤ انتخابات د روانې فرورۍ میاشتې په یو یشتمه نیټه په درست ایران کې ترسره شي .