د فلسطین د مسلې حل لاره مقاومت کول دي
زمونږ خبریال وایي د ایران د باندنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د فلسطین پرضد د امریکا د پیړۍ د معاملې پلان به نتیجه ورنکړی وویل د فلسطین د مسلې حل لاره مقاومت او د فلسطین د خلکو رایو ته مراجعه کول دي .
هغه زیاته کړه نن سبا د فلسطین ټولې ډلې په یوه(۱) خوله د امریکا د پیړۍ د معاملې له پلان سره مخالفت کوي او د مقاومت پراساس د فلسطین په داخل کښې دغه وحدت د صهیونیسټانو د سیاستونو په شنډولو کښې ډیر مهم دی .
د ایران خارجه وزیر جواد ظریف دغه راز د لویدیځې اسیا سیمې له مظلومو خلکو د ایران د ملاتړ په دوام ټینګار سره وویل ایران تل د سوریې او د لبنان په شمول د فلسطین او د نورو اسلامي هیوادونو د خلکو د مقاومت په څنګ کښې دی ځکه چې صهیونیسټ رژیم د دغو هیوادونو ځمکې نیولي دي .
هغه د فلسطین د خلکو پرضد د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په وړاندې د عربو هیوادونو په چپتیا نیوکه وکړه او زیاته یې کړه ځینو عربو هیوادونو په تیرو کلونو کښې له امریکا او صهیونیسټ رژیم سره نه یوازې منفعلانه چلند لرلی دی بلکې د فلسطین د اسلامي هیواد پرضد له صهیونیسټ رژیم سره متحد شوي دي .
د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف په دې خبرې سره چې ځینې عرب هیوادونه له امریکا او صهیونیسټ رژیم څخه په پیسو د امنیت په اخیستلو پسې دي وویل دغه عرب هیوادونه د دې پرځاې چې په خپلو خلکو او مسلمانو ګاونډیو هیوادونو اعتماد او تکیه وکړي له امریکا څخه په پیسو باندې د امنیت د اخیستلو هڅه کوي .