هوائي ځواک ته بیارغول شوي اته پوځي الوتکې وسپارل شوې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i88094-هوائي_ځواک_ته_بیارغول_شوي_اته_پوځي_الوتکې_وسپارل_شوې
د ایران دفاع وزیر همدرااز ټينګار کړی ، اوور هال شوي پوځي الوتکې د پوځي قدرت د زیاتیدا، د یرغلیزو او د پوځ د پشتیبانۍ د فعالیتونو زیاتیدا او همداراز له ایرانه دمیلیونونو ډالرو د وتلو د مخنیوي او د څه دپاسه پنځوس فی صدي لګښتونو د کمیدا لامل شوي دي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 20, 2020 11:07 Asia/Kabul
  • هوائي ځواک ته بیارغول شوي اته پوځي الوتکې وسپارل شوې

د ایران دفاع وزیر همدرااز ټينګار کړی ، اوور هال شوي پوځي الوتکې د پوځي قدرت د زیاتیدا، د یرغلیزو او د پوځ د پشتیبانۍ د فعالیتونو زیاتیدا او همداراز له ایرانه دمیلیونونو ډالرو د وتلو د مخنیوي او د څه دپاسه پنځوس فی صدي لګښتونو د کمیدا لامل شوي دي .

زمونږخبریال  راپورراکړ د اسلامی ایران دفاع وزیر سردار امیر حاتمي  نن په یولړ دستورو کې  ددې خبرې په کولو سره چې د ایران دپوځ  د پوځي الوتکو  بیا رغول یا اوور هالینګ  داسې پیچلی بهیر دی چې یوازې په څو قدرتمندو هیوادونو کې ترسره کیږي،وئيلی دي،په دغو  اوور هال شوو الوتکو کې ایف څوارلس ، ایف څلور،سوخو،میراج جنګي الوتکې او همداراز  سی ۱۳۰، ۷۰۷ او ۲۷ډوله  پوځي ټرانسپورټي   الوتکې شاملې دي ، چې په بیلابیلو  هوائي او پوځي،تاکتیکي او ټرانسپورټي ماموریّتونو کې  ورځيني استفاده کیږي.

 سردار حاتمي  دې ته په اشارې سره چې  ددغو الوتکو درست سسټمونه ،   د ورځې  د پوهې په اساس پلان شوي  او په دغه ماډل الوتکو کې کارول شوي ،زیاته کړې ده ، اوور هال شوي پوځي الوتکې ددې جوګه دي چې تر زر کلومیټر پورې په واټن ویشتونکي کروز  توغندیو په څیر  په ځانګړو وسلو سنبال  او په ماموریتونو کې ټاکونکی رول ولرل شي .