اسلامي ایران په افغانستان کښې ثبات او امنیت غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i88119-اسلامي_ایران_په_افغانستان_کښې_ثبات_او_امنیت_غواړي
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف او د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش بیګا ټيلي فوني خبرې وکړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 22, 2020 00:54 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران په افغانستان کښې ثبات او امنیت غواړي

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف او د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش بیګا ټيلي فوني خبرې وکړې .

د ایران د باندنیو چارو وزیر جواد ظریف او د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په دغو ټيلي فوني خبرو کښې د افغانستان د وروستیو بدلونونو په هکله غور وکړ .

د ایران اسلامي جمهوریت د نړۍ او د سیمې د یوه (۱) اغیز شیندونکي هیواد په توګه تل د خبرو اترو  او سیاسي لارې د افغانستان د کړکیچ په شمول د سیمې د کړکیچونو د حل کولو هڅه کوي .

د ایران اسلامي جمهوریت چارواکو تل ویلي دي په  افغانستان کښې د ایران د هڅې چورلیز د هیواد دننه د کابل د حکومت لخوا د امنیت او دثبات رامینځته کول دي او تهران به په دې لاره کښې هر ډول هڅه وکړي .