اروپايي اتحادیې په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی
زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني وویل له اټومي تړون د امریکا له وتلو وروسته اروپايي اتحادیه ونه توانیدله په دغه موافقې کښې د خپلو ژمنو په اجرا کولو کښې اغیز شیندونکی ګام پورته کړي .
د ایران ولسمشر حسن روحاني پرون په تهران کښې د هالینډ له خارجه وزیر سټیف بلوک (Stef" Blok) سره په کتنې کښې په دې خبرې سره چې له اټومي تړون د امریکا وتل د سیمې او د نړۍ د ملتونو او په خپله د امریکا د خلکو په تاوان دی وویل ټول هیوادونه باید هڅه وکړي اټومي تړون وساتل شي او ایران په دې زمینه کښې له اروپايي اتحادیې سره د خبرو اترو لاره نه ده بنده کړي .
حسن روحاني د ایران پرضد د امریکا د غیر قانوني او یواړخیزه بایکاټونو لګولو ته په اشارې سره وویل د امریکا په ظالمانه بایکاټونو کښې حتي د ایران د خلکو لپاره درمل او خوراکي مواد هم شامل دي او هیله ده چې د نړۍ پتیالي ملتونه په رسا غږ سره د واشنګټن دغه غیرقانوني بایکاټونه وغندي .
د ایران ولسمشر حسن روحاني دغه راز په لویدیځې اسیا کښې د ناامنۍ جرړه په سیمه کښې د امریکا شتون او کړچار وباله او ویې ویل که چیرې امریکا خپل ټروریسټي جنایتونه او ناسمې لاسوهنې ختمې کړي لویدیځه اسیا به په طبیعي ډول امنه شي .
هغه ټینګار وکړ د لویدیځې اسیا امنیت باید د سیمې د هیوادونو لخوا وساتل او د بیلابیلو ائتلافونو په نومونو سره په فارس خلیج سیمه کښې د خارجي ځواکونو شتون د سیمې د امنیت په تاوان دی .
د هالینډ خارجه وزیر سټیف بلوک هم په دغه کتنې کښې د یوې (۱) نړیوالې موافقې په توګه د اټومي تړون د ساتلو پرضرورت ټینګار سره وویل له اټومي موافقې د امریکا وتل سم کار نه وو .