کرونا،په سیاسی غرضونو ککړ ویروس
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i88240-کرونا_په_سیاسی_غرضونو_ککړ_ویروس
دنړیوالې روغتیائي ادارې عمومی منشي تدروس اوهانوم ، دایران اسلامی جمهرویت په مدیترانې سیمې کې د روغتیائي چارو په زمینې کې یو مخکښ بللی او وئيلي ئې دي ، چې ایران په لوړو روغتیائي خدماتو سره ، د ماشومانو ،ښځو مړینې او خوریدونکي ناروغۍ کنټرول کړي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 26, 2020 09:05 Asia/Kabul
  • کرونا،په سیاسی غرضونو ککړ ویروس

دنړیوالې روغتیائي ادارې عمومی منشي تدروس اوهانوم ، دایران اسلامی جمهرویت په مدیترانې سیمې کې د روغتیائي چارو په زمینې کې یو مخکښ بللی او وئيلي ئې دي ، چې ایران په لوړو روغتیائي خدماتو سره ، د ماشومانو ،ښځو مړینې او خوریدونکي ناروغۍ کنټرول کړي دي .

اوس څو میاشتې کیږي،چې نړۍ دکرونا ویروس په نامې سره له یوې خوریدونکي ناروغۍ سره مخامخ شوې ده .

د کرونا ویروس خوریدا،د تیرکال دسمبر میاشت راهسې د چین د ختیځ هوبئ صوبې له ووهان ښاره پيل شوې ده .

 دخپرو شوو راپورونو په اساس، کووید ۱۹ ناروغي  چې هماغه کرونا ویروس دی ، د فرورۍ تر پنځه ویشتمې نیټې پورې یعني تر پرون پورې  په درستې نړۍ کې  څه دپاسه اتیا زره کسان ککړ کړي دي ،  او په دغې ناروغۍ دککړتیا له امله   کابو دوه زره  اوه سوه کسانو خپل ژوندله لاسه ورکړی دی .

 دغه ویروس اوس د چین پر دیرشو صوبو سربیره،کابو اته دیرشو نورو هیوادونو ته هم غزیدلی دی  او په ایران ک هم په دغه ویروس ککړ په لسګونو موردونه پیژندل شوي  دي .

 د ایران د روغتیائي  ،طبي او درملنې د چارو د وزارت  د راپور په اساس ،په ایران کې د کرونا ویروس ککړ تیا له امله د قربانیانو شمیر  هم پنځلسو کسانو ته رسیدلی او تر دې دمه  په ایران کې پنځه نوي کسان هم په کرونا ویرس ککړ شوي دي .

ډير وهیوادونو حتی  په اروپا او امریکا کې ، تر وروستیو شپو ورځو پورې  په دغه ویروس د ککړو  د شمیر  د پټولو  هڅې کولې ، خو اوس  او  ایران ته د دغه ویروس د غزیدا په زمینې کې  د دغه هیواد په اطلاع رسونې پسې ، ځیني ،د غلطو ادریسونو په وړاندې کولو او د  خپلو کمزورتیاؤ د پټولو لپاره، له ایران سره  د پولو په بندولو سره  هڅه کړې ،  له دې موضوع  څخه  له ایرانه د ویرولو دموخو لپاره  ناسمه استفاده وکړي .

 د امریکا  خارجه وزیر مایک پمپئو  هم چې  په ایران د تور لګولو لپاره هیڅ فرصت له لاسه نه ورکوي ، پرون  په یولړ بې اساسه او چټي  څرګندونو کې مدعي شوی ، واشنګټن  ډير اندیښمن دی ، چې  ایران د کرونا ویروس د خپریدا جزیات پټ کړي دي .

 دغه فرصت غوښتنې ښئ چې  په ایران  تورلګول د واقعیّتونو  اپوټه ښودل دي . کرونا ویروس  تر دې دمه  د  ایران په څير  دهیوادونو پشمول تر اتو دیرشو هیوادونو ته  چې ځيني له چین سره هم پولې لري ، غزیدلی دی .  شک نشته چې  له کرونا ویروس د  سره لاس اوګریوان  شوو هیوادونو شمیر  له دې زیات دی،چې رسما اعلان شوي دي،چې دا موضوع  یا د معلومولو د امکاناتو  د نه شتون په علت سم دي او یا دسیاسی محافظۍکارۍ له امله دي .ځينو سرچینو اشاره کړې ده،چې  امریکا هم یو هغه هیواد دی چې  په دغه ویروس د خپلو ککړو د  رسمي احصایو له وړاندې کولو ډډه کوي .

د چین پيپلز  ورځپاڼې  په همدې باب لیکلي  دي ، په امریکا کې د ناروغیو دکنټرول اومخینوی د مرکز له قوله  یو شمیر سرچینو  وئیلي دي ، په امریکا کې  په کرونا ویروس څه دپاسه زر  کسان ککړ دي ،خو  ددغو اطلاعاتو د ایشواکیدا اجازت نه ورکول کیږي.

 د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحاني  پرون له کرونا ویروس سره د مبارزې دکمیشن په غونډې کې  په دې خبرې په ټينګار سره چې باید اړونده درست اطلاعات  خلکو ته  ورسول شي،زیاته کړې،د دښمنانو یوه دسیسه او نقشه ، په ټولنې کې د زیاتې ویرې خورول  او ایران چټي کول دي .

  هغه راپور په اساس چې  د ایران د روغتیائي چارو وزیر  پرون وړاندې کړي ،د دغه ویروس دکنټرولولو لپاره  دهلو ځلو نتیجه ده  او  په ډيرو ښارونو کې  دمراجع کونکو شمیر  ډير کم شوی دی او  هغه کسان چې  له روغتونونو مرخص کیږي ،  او ټسټ ئې  مثبت  وي ،او د خپلې درملنې پړاؤ ئې تیر کړی وي ، په زیاتیدا دي .

په دغه ویروس د ککړو ځينو موردونو په قطعي تشخیص پسې ، د اسلامی ایران  دروغتیائي چارو مسئولانو  له نورو اورګانونو سره  په غږملتیا سره  د امریکا له بندیزونو سره سره ، ددغه ویروس د کنټرولول او د خوریدا دمخنیوي لپاره  خپلې ټوله هڅې کارولي دي  .

په ایران کې  درملنه او روغتیائي  امکانات  نه یوازې  له دغه ویروس سره په مخامخیدا کې ،بلکې له څه موده مخکې هم  یعني له هغه وخته چې  د انفلولانزائي  ویرس ټولنه  ګواښله ،  په ښه ډول  توانیدلي ، دغه ناروغي کنټرول کړي .

 د نړیوالې روغتیائي ادارې عمومی منشي تدروس اوهانوم ، دایران  اسلامی جمهرویت  په مدیترانې سیمې کې د روغتیائي چارو په زمینې کې یو مخکښ بللی  او وئيلي ئې دي ، چې ایران په لوړو روغتیائي خدماتو  سره ،  د ماشومانو ،ښځو مړینې  او خوریدونکي ناروغۍ  کنټرول کړي دي .

اوس هم د ایران طبی او درملیز ظرفیّت  دا توانمني لري  چې په ترټولو لنډ ممکن وخت کې  کرونا  ویروس هم کنټرول کړي . ایران چې په  ترټولو سخت پړاؤ کې د سترو پيښو نهائي بریالی اوسرلوړی شوی ،  له کرونا وایروس سره دمبارزې له  آزمیښته  به هم سرلوړی او بریالی ووځي .