اټومي تړون کښې د ایران هیلې باید پوره شي
زمونږ خبریال وايي د ایران د باندنیو چارو د وزیر د سیاسي چارو مرستیال سید عباس عراقچي په دې خبرې سره چې اینسټیکس( Instrument in Support of Trade Exchanges) تقریبا عملیاتي پړاونو ته رسیدلی دی وویل په اقتصادي برخو کښې د تهران د هیلو له پوره کیدا پرته اټومي تړون ته د ایران په کامل ډول ستنیدل امکان نلري .
هغه پرون د اسټریا هیواد په پلازمینې ویانا کښې د اټومي تړون د ګډ کمیسیون د پینځلسمې (۱۵) غونډې له ختمیدا وروسته خبریالانو ته وویل د اټومي تړون د ګډ کمیسیون غونډه په هرو دریو (۳) میاشتو کښې یو(۱) ځل د بایکاټونو د ختمیدا او اټومي حوزې کښې د دغه موافقې د اجرا په اخري حالت د غور په هدف سره ترسره کیږي .
د ایران د خارجه وزیر مرستیال عباس عراقچي ټینګار وکړ په اټومي تړون کښې ټولو پاتې غړو هیوادونو د دغه نړیوالې موافقې په اهمیت تاکید وکړ او ډاګینه یې کړه اټومي موافقه یو(۱) مهم نړیوال تړون او امنیتي او اقتصادي اړخونه لري او باید وساتل شي .
عراقچي په دې خبرې سره چې اینسټیکس کابو عملیاتي مرحلو ته رسیدلی دی وویل په پرونۍ غونډې کښې د مالي سازوکار یعني د اینسټیکس د پیاوړتیا لپاره د اروپايي هیوادونو لخوا لا متمرکزې او لا جدي ایډیاګانې وړاندې شوې .