په ایران کې په کرونا ویروس دککړو شمیر ۲۴۵کسانو ته ورسید
د جهانپور په وینا ،په ټول کې په درست ایران کې په کرونا ویروس ککړ دوه سوه پنځه څلویښت کسان او دمړو شمیر هم شپږویشت کسان راپور شوي دي .
زمونږ خبریال راپورراکړ د ایران د روغتیائي چارو د وزارت د اطلاع رسونشې د عمومی ادارې مشر کیانوش جهانپور نن خبریالانو ته په ایران کې د کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر په باب وئیلي دي ، په ایران کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر ۲۴۵کسانو ته او دغه راز ددغې ککړتیا له امله د مړو شمیر هم شپږویشتو تنو ته رسیدلی دی .
هغه همداراز وئیلی ، له پرون تر دې دمه د کرونا ویروس دتشخیص د آزمیښت ځایونو زیاتولو ته په پام سره نورو یوسل شپږو کسانوککړتیا ثابته شوې او په دې مودې کې اوه نور کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .
د جهانپور په وینا ،په ټول کې په درست ایران کې په کرونا ویروس ککړ دوه سوه پنځه څلویښت کسان او دمړو شمیر هم شپږویشت کسان راپور شوي دي .