نمایشي حرکتونه له کورونا سره د مبارزې لاره نه ده
فارس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند سید عباس موسوي بیګا له کورونا وایروس سره د مقابلې په زمینه کښې له ایران سره د مرستې لپاره د امریکا د چمتووالي په هکله د دغه هیواد د خارجه وزیر مایک پمپئو ادعا تبلیغاتي ، دوکه ورکونکی او د خندا وړ حرکت وباله او ویې ویل په سیاسي غرضونو سره نمایشي حرکتونه له کورونا سره د مبارزې لاره نه ده .
هغه وویل د داسې هیواد (امریکا ) لخوا چې په اقتصادي ترهګرۍ سره د ایران په خلکو د زیاتو دباونو سبب شوی دی او حتی د ایران لخوا د طبي تجهیزاتو او د درملو د اخیستلو لاره یې هم بنده کړي ده له کورونا وایروس سره د مقابلې لپاره له ایران سره د مرستې ادعا د خندا وړ چاره او یوه(۱) سیاسي او رواني لوبه ده .
د ایران د خارجه وزارت ویاند موسوي په دې خبرې سره چې خارجه وزارت د ایران د روغتیایي او درملیزو اړتیاو د پوره کولو او له کورونا وایروس سره د مقابلې لپاره له ډیرو هیوادونو سره په تماس کښې دی وویل د ایران حکومت تراوسه د هیواد ډیرې مهمې اړتیاوې چې پکښې یو لک د تشخیص کیټونه ، د جراحۍ ځانګړي ماسکونه او د مصنوعي سا اخیستلو ماشینونه وغیره پکښې شامل دي د دوستو هیوادونو له لارې تامین کړي دي .