د ایران د کب د لسمې نیټې ځینې مطبوعات
د ایران د خارجه وزارت ویندوی موسوي وایی نمایشي حرکتونه له کورونا سره د مبارزې لاره نه ده .
کیهان
د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای ټینګار وکړ له کرونا سره په مبارزه کې د ډاکټرانو او نرسانو کار ډیر ارزښت لري . د اسلامي انقلاب رهبر د طبي علمونو د اکاډمۍ له مشر سید علیرضا مرندي سره په کتنه کښې د روغتیا له وزیر او ملګرو، ډاکټرانو، نرسانو او طبي کارکوونکو څخه له کورونا سره د مقابلې له امله ستاینه وکړه او ویې فرمایل دا ارزښتناکې هڅې په ټولنه کې د طبي او نرسنګ ټولنې مقام لوړوي.
د جرمنی قانون جوړونکیو ویلی دی د مرکل حکومت د سردار سلیمانی په ترور کې لاس درلودلې دې .
نیویارک ټایمز لیکی اورپا او عربی هیوادونه ایران پرضد د ټرمپ له سیاسته اندیښمن دي .
د ایران او د چین د باندنیو چارو وزیرانو په ټیلي فوني خبرو کښې له کورونا وایروس سره د مقابلې د لارو چارو په هکله غور وکړ .
د ایران او پاکستان سرحد په موقته توګه خلاص شوی . د پاکستان د تفتان سیمې ځايي چارواکي اسټنټ کمشنر نجیب الله قمبري پرون تائید کړه چې د ایران او پاکستان ترمینځ تفتان سرحد په موقته توګه خلاص شوی دی چې کابو درې سوه پاکستانیان وتوانیږي خپلو کورونو ته ورستانه شي .
همشهری
د ایران د خارجه وزارت ویندوی موسوي وایی نمایشي حرکتونه له کورونا سره د مبارزې لاره نه ده . د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند سید عباس موسوي بیګا له کورونا وایروس سره د مقابلې په زمینه کښې له ایران سره د مرستې لپاره د امریکا د چمتووالي په هکله د دغه هیواد د خارجه وزیر مایک پمپئو ادعا تبلیغاتي ، دوکه ورکونکی او د خندا وړ حرکت وباله او ویې ویل په سیاسي غرضونو سره نمایشي حرکتونه له کورونا سره د مبارزې لاره نه ده .
د چین پوځ په امریکایی الوتکو لیزری حمله کړی ده .
په تیرو لسو کلونو کې په امریکا کې توکم پالو ۴۳۵ کسان وژلي دي .
د نایجریا پوځ د شیخ زکزاکی یو پلوی ۱۵ کلن ځوان شهید کړ .
په لیبیا کې بیا جنګ او وینه بهونوه پیل شوه او د طرابلس نړیوال هوایی ډګر هم بند شو .
په هند کې د مسلمان وژنۍ په بهیر کې ۴۲ کسان وژل شوی دی او د اسلامی ملګرتیا موسسې هم سخته اندیښنه څرګنده کړی ده .
له کرونا ویروس سره د ایران د مبارزې په خاطردچین د مرستولومړنۍ جوپه راورسیده .
په ایران کې د کرونا ویروس ۷۳ککړو کسانو په ښه ډول درملنه شوې . د ایران د روغتیاوزارت اړونده مسئولانو وئیلي دي،تردې دمه هغه ۷۳کسان چې په ایران کې په کرونا ویروس ککړ شوي وو ،په درملنې سره ښه شوي دي او له روغتونونو څخه مرخص شوي دي .
ابرار
د ایران روغتیا وزیر په یوه لیک کې د رهبرۍ مقام ته په خطاب کی ویلی دی ، کرونا ته ماته ورکوو او نړیوال به حیرانه کړو .
د سوریې په ادلب کې خونړۍ نښته ، د ترکیې د ۳۳ عسکرو وژل کیدا تایید شوه .
په ایران کې په کرونا اخته کسانو شمیر ۳۸۸ کسانو او مړیو شمیر ۳۴ ته ورسید .
له اسرائیلو سره اړیکې له اسلامي امت سره خیانت دی . د یمن د انصار الله غورځنګ مشر عبدالمالک بدرالدین الحوثي د رجب د مبارکې میاشتې د رسیدا په مناسبت بیګا په یوې وینا کښې له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو عادي کول حرام او له اسلامي امت سره خیانت وباله . بدرالدین الحوثي په دې خبرې سره چې د نن وخت منافقان د امریکا او د صهیونیسټ رژیم په څنګ کښې ولاړ دي او په یمن ، فلسطین او نورو اسلامي هیوادونو کښې د اسلامي امت پرضد غلیمانه دریځونه غوره کوي وویل امریکا او صهیونیسټ رژیم د اسلامي امت د کمزوري کولو او د پست کولو غوښتونکي دي .
د امریکا د و ولسمشرۍ دانتخاباتو یوه احتمالی کاندید سناتور برني سنډرز د کرونا ویروس دخپریدا په باب د ټرمپ او دهغه د ټيم په ساړو اقداماتو په سختې نیوکې سره وئیلي دي،د کرونا ویروس په خپریدا د اندیښنو له زیاتیدا سره سره دټرمپ حکومت سوړ غبرګون ډير خطرناک ګمراه کونکی او ناکافي دی .