په افغانستان کې تل پاتې سوله بین الافغاني خبروسره ترلاسه کیږي
د ایران خارجه وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو وئيلي دي ، ایران له هر هغه بدلون سره چې په افغانستان کې له سولې اوثبات سره مرسته کوي ، او له هغو هلوځلو چې په دې باب د افغانانو په رهبرۍ او مالکیّت سره ترسره شي، ملاتړ او تود هرکلی ئې کوي .
زمونږ خبریال راپورراکړ د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزارتد امریکا او طالبانو ترمینځ د موافقې د لاسلیک کیدا په غبرګون کې ټينګار کړی ، په افغانستان کې تل پاتې سوله به یوازې د طالبانو پشمول ددغه هیواد دسیاسی ډلو ټپلو په ګډون ا و همداراز د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو دملاحظاتو په نظر کې په نیولو سره یوازې د بین الافغاني خبرواترو له لارې ترلاسه شي .
د ایران خارجه وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو وئيلي دي،ایران له هر هغه بدلون سره چېپه افغانستان کې له سولې اوثبات سره مرسته کوي،او له هغو هلوځلو چې په دې باب د افغانانو په رهبرۍ او مالکیّت سره ترسره شي، ملاتړ او تود هرکلی ئې کوي .
دغه اعلامیه ددې خبرې په بیانولو سره چې په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو شتون غیر قانوني دی ، او په دغه هیواد کې د جنګ او ناکراریو یو اصلي دلیل دی ، زیاتوي ، ددغو پوځیانو ویستل په افغانستان کې د سولې او ثبات د ترلاسه کولو لازمه ده او هر هغه اقدام به چې ددغو پوځیانو د وتلو زمینه برابروي ، په دغه هیواد کې له سولې سره مرسته وکړي .
د ایران دخارجه وزارت په اعلامیې کې وئيلي شوي دي ،د امریکا اقدامات په افغانستان کې دخپلو عسکرو شتون ته د رواوالي ورکولو لپاره یوه هڅه ده او واشنګټن د افغانستان د راتلونکي په باب د دندې دټاکلو او یا دسولې دتړون دلاسلیک کولو لپاره هیڅ حقوقي ځاي نه لري .
د ایران د خارجه وزارت په اعلامیې کې همدرااز جوته شوې ده ، ملګري ملتونه ، دبین الافغاني خبرواترو د آسانتیاؤ او هم ددغو موافقو د اجرا د څارنې اوتضمینولو لپاره مناسب ظرفیَتونه لري.
دغه اعلامیې زیاتوي،د ایران اسلامی جمهوریت ، د ا فغانستان د ټاټوبي بشپړتیا او حاکمیّت ته داحترام په سترګه په کتلو سره ، چمتووالی اعلانوي ،د خپل ملي امنیت د سټراټژۍ په اساس، په افغانستان کې د سولې ، ثبات او امنیت د ټینګښت لپاره هر ډول مرستو ته تیار دی .
دایران خارجه وزارت همداراز هیله څرګنده کړې،په افغانستان کې یو داسې حکومت واک ته ورسیږي ، چې له خپلو ګاونډیانو سره دوستانه او ورورګلویزې اړیکې ولري او دترهه ګرۍ جرړه وچه کړائ شي .