د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه :-
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i88420-د_ایران_او_د_افغانستان_ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو هیله ده چې روغ جوړ به یاست اوس به د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه وکړو امید دی چې د لوستلو فرصت به یې ولرئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 04, 2020 08:48 Asia/Kabul
  • د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه :-

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو هیله ده چې روغ جوړ به یاست اوس به د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه وکړو امید دی چې د لوستلو فرصت به یې ولرئ .

نن به لومړۍ د تهران ګڼ چاپه ورځپاڼه کیهان ولولو .

د انګلستان حکومت د کابینې له بیړنۍ غونډې وروسته په هیواد کښې د کورونا وایروس د خپریدا په هکله په ترټولو بدې سناریو کښې وویل احتمالا د بریتانیا اتیا (۸۰) فیصده خلک به په کورونا وایروس ککړ شي  او دهیواد پینځه لکه ښاریز  به ووژل شي .

د سوریې د خارجه وزیر  مرستیال فیصل مقداد په دمشق کښې د لیبیا د سفارت د بیا پرانیستل کیدا او د دغه هیواد دبیرغ د بیا رپيدا په دستورو کښې وویل د لیبیا د بیرغ رپیدل سوریې ته دنورو هیوادونو د ستنیدا لپاره زمینه ده .

د سعودي عربستان چارواکي دا ځل د هغو پینځو (۵) شیعه زلمیو د پانسي او اعدام کولو نیت لري چې په دوه زره یولسم (۲۰۱۱) میلادي کال کښې یې په قطیف سیمه کښې د ماشومتوب په وخت کښې په مظاهرو کښې نیولي وو .

د عراق د لومړي وزارت له څوکۍ څخه د محمد علاوي له څنګ ته کیدا وروسته په دغه هیواد کښې یو ځل بیا د قدرت خلا رامینځته شوه .

ملګروملتونو وویل په سوریې کښې د ترکیې پوځي عملیاتو په دغه هیواد کښې انساني غمیزه زیاته کړي ده او انکارا باید د هغو  ترهګرو ډلو چې روزنې یې ورکړي دي د جنایتونو مسولیت پرغاړه واخلي .

د یمن انقلابیان د «الجوف» د تیلو بډایه ولایت په مرکز له کنټرول وروسته د «مارب» مهم ولایت د ازادولو لپاره د پرمختګ په حال کښې دي .

د  یمن د مارب ولایت قباییلو له انقلابیانو سره بیعت کړی دی چې د هغوې د کنټرول کار اسان شي .

د فلسطین د ازادي غواړي تنظیم د اجرايي کمیټۍ مشر صائب عریقات د صهیونیسټ رژیم د پارلمان په انتخاباتو کښې د نتانیاهو بریالیتوب د توکمپالنې او د اپارتائیډ بریالیتوب وباله .

طالبانو له امریکا سره د سولې د موافقې له لاسلیک کولو وروسته د افغانستان د خلکو او د حکومت پرضد بیا جنګ اعلان کړ .

له دې سره په یووخت د افغانستان ولسمشر اشرف غني خبرداری ورکړ داسې موافقه چې د خلکو لپاره سوله ډالۍ نکړي د منلو وړ نه ده .

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې د کډوالو له مسلې په اوزاري استفادې کښې زاړه مخینه لري وویل انکارا به نور په کډوالو او مهاجرینو د غور دباو چې د ترکیې لپاره څلویښت (۴۰) میلیارډه ډالر لګښت لري په یوازې ځان قبول نکړي  .

د ترکیې د ولسمشر دغه خبرداری د سوریې پرضد دجنګ د پیلولو لپاره له ترکیې سره د ناټو تړون د نا ملګرتیا له اعلانولو وروسته شوی دی .

()

اوس به د تهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼې مهم سرټکي درسره شریک کړو .

د ایران د باندنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په هندوستان کښې د مسلمانانو پرضد د هندوانو منظم شوي تاوتریخوالي وغندل او د نوي ډیلي په چارواکو یې غږ وکړ اجازه دې ورنکړي چې دغه انسان وژنه دوام ومومي .

د عراق استعفا شوي لومړي وزیر عادل عبدالمهدي د نوي لومړي وزیر محمد توفیق علاوي له استعفا یوه (۱) ورځ وروسته چې د کابینې د جوړولو کار ورته سپارل شوی وو د عراق د چارو د پرمخ بیولو له مسولیت څخه استعفا ورکړه .

د هند تر ولکې لاندې د کشمیر پولیسو د جماعت اسلامي ډلې مشر «عبدل حمید فیاض» له ګڼ شمیر نورو کشمیري فعالانو سره یوځاې ونیوه .

د کډوالو پرمخ  چې اکثره یې د سوریې ښاریز دي  د یونان په لور د ترکیې د سرحدونو د خلاصولو له اعلان وروسته په زرګونو خلکو اروپايي هیوادونو ته د رسیدا په هیله له یونان سره د ترکیې د ګډو سرحدونو په لور حرکت کړی .

دا په داسې حال کښې دي چې یونان ویلي دي د سوریې کډوالو ته د راتګ اجازه نه ورکوي .

د امریکا د ولسمشر ټرمپ د مرستیال مایک پنس چې  په هیواد کښې له کورونا وایروس سره د مبارزې د کمیټۍ د مشر په توګه ټاکل شوي دی  په شمول د دغه هیواد چارواکو په سپینې ماڼۍ کښې د کورونا د کړکیچ د کمیټۍ په غونډې کښې د دغه وایروس د ختمیدا لپاره دعا وکړه .

د انډونیزیا خلکو په« مدان» ښار کښې د هندوستان د کنسولګرۍ مخ ته په مظاهرو سره د هندوستان له مسلمانانو سره د پیوستون د اعلانولو په ترڅ کښې د مسلمانانو پرضد د هندوانو او د نوي ډيلي د حکومت اسلام ضده او تاوتریخجن اقدامات وغندل .

د لیبیا د کورنیو چارو وزیر« فتحي باشاغا »وویل زر به د جنرال خلیفه حفتر په مشرۍ  د لیبیا د ملي پوځ په نوم  ځواکونه له پلازمینې طرابلس څخه وشړو .

په روسیې کښې د ایران سفیر د تهران په کوربه توب د ترکیې د روسیې او د ایران د درې اړخیزه غونډې د ترسره کولو لپاره د روسیې ولسمشر پوتین ته د ایران د ولسمشر حسن روحاني د وړاندیز خبر ورکړ .

د فلسطین د ازادي غواړي تنظیم د اجرايي کمیټۍ مشر صائب عریقات د صهیونیسټ رژیم د پارلمان په انتخاباتو کښې د لیکوډ ګوند او د نتانیاهو بریالیتوب د ښارګیو د جوړولو بریالیتوب ، د فلسطین د نورو ځمکو الحاق کول او اپارتائیډ وباله .

د افغانستان طالبانو له امریکا سره د سولې د موافقې له لاسلیک کولو دوه (۲)ورځې وروسته د اوو(۷) ورځو لپاره د تاوتریخوالي د کمولو د پلان د ختمیدا په اعلان سره د حکومتي عسکرو پرضد خپلې حملې له سره پیل کړې .

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل اوس د تاوتریخوالي د کمیدا پړاو ختم شوی او د افغانستان حکومتي عسکرو پرضد عملیات له سره پیلیږي .

د امریکا رسنیو په هیواد کښې په کورونا وایروس د ککړو کسانو شمیر اتیاو (۸۰) ته د زیاتیدا خبر ورکړ .

په امریکا کښې د کورونا وایروس له کبله تراوسه نهه (۹) کسان وژل شوي هم دي .

د سره صلیب نړیوالې کمیټۍ وویل د یمن پینځه څلویښت (۴۵) فیصده خلک د سعودي عربستان د حملو ، د بمباریو او کلابندۍ په وجه خواړه او ډوډۍ  نلري .

()

اوس به د تهران چاپ همشهري ورځپاڼه وګورو .

بنیامین نتانیاهو په نیواکي فلسطین کښې په  یوه کال کښې په دریمو  (۳) عمومی انتخاباتو کښې بریالیتیوب ته ورسید خو له ائتلاف پرته د حکومت د جوړولو لپاره دوې (۲) څوکۍ کمې لري .

د اروپا په ټولو ککړ هیواد ايټالیا کښې د کرونا وایروس له کبله تراوسه دوه پنځوس (۵۲) کسان وژل شوي او ۱۸۳۵ نور کسان په دغه وایروس ککړ شوي هم دي .

د  ملګروملتونو د روغتیا د نړیوالې موسسې مشر د کورونا وایروس د وژل شویو کسانو  شمیر په مسلې کښې د ایران د حقیقت د پټولو په هکله په رسنیو کښې مطرح  شویو ادعاګانو ته په غبرګون کښې وویل د دغه موسسې خپلواکه سازوکارونه دغه ادعاګانې نه تائیدوي .

هغه تصویرونه چې د ترکیې حکومت خپاره کړي ده د کډوالو د کشتیو په اوبو کښې د ډوبولو لپاره د یونان د ساحلي ګارډ د هڅې ښودنه کوي .

«پیټ بوټجیج» په «ساوت کیرولینا» او« نیواډا» ایالتونو کښې د ډیموکراټ ګوند په داخلي انتاباتو کښې له ناکامۍ وروسته د امریکا د روان میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د سیالۍ له دوام څخه څنګ ته شو .

قدرمنو دوستانو اوس به د کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم سرټکي له تاسو سره شریک کړو .

د کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو نن تر ډېره له طالبانو سره د افغان حکومت په مذاکراتو او تر خوا یې د دې ډلې له‌خوا د جګړې پر بیا پیل کرښې تورې کړې دي.

()

هشت صبح ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې "طالبانو جګړه له سره پیل کړه، د امریکا دریځ څه دی؟" په عنوان لیکلي، طالبانو اعلان کړی چې د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره به جګړې ته دوام ورکړي.

د ورځپاڼې له قوله، د طالبانو دا ډول دریځ ښيي چې دوی نه‌غواړي د افغانستان شخړه له سیاسي لارې پای ومومي، بلکې دا ډله د خپلو وسله‌والو کسانو په زور د ټول افغانستان د اشغال خوب ویني.

هشت صبح زیاتوي، له امریکا سره د طالبانو د هوکړې موخه یو تاکتیکي چلند و چې دې ډلې غوښتل په دې کار سره له امریکا څخه د بهرنیو عسکرو د وتو یا هم کمېدو په اړه تضمین واخلي او بیا جګړه زیاته کړي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، اوس افغان ځواکونه مجبور دي چې د طالبانو پر وړاندې مقاومت وکړي، ځکه د بهرنیو عسکرو په وتو سره دې ډلې ته د جګړې د جواز هېڅ دلیل نه‌شته او نه هم هېڅ مذهبي مشر او ان ظالم پاکستاني مفتیان د افغان ځواکونو د قتل فتوا ورکولای شي.

ورځپاڼه په دې برخه کې له امریکا او ناټو پوښتنه مطرح کوي، په داسې حال کې چې طالبان پر افغان ځواکونو د برید امر کوي، د دوی دریځ څه دی او ایا دوی اجازه ورکوي چې افغانستان یو ځل بیا د ۹۰مې لسیزې تکرار ته وګرځي؟

()

ملي ارمان ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د طالبانو جګړې ته اشاره کړې او لیکي، طالبانو! په افغانستان کې ستاسې جګړه پای ته ورسېده.

ورځپاڼه لیکي، طالبانو په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو د شتون په بهانه نږدې دوه لسیزې جګړه وکړه، په ځانمرګو بریدونو کې یې زرګونه ملکیان ووژل شول او په سلګونه ټول‌ګټې سیمې یې ویجاړې کړې.

خو اوس چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه وشوه، په افغانستان کې د طالبانو په اصطلاح پیل شوی جهاد پای ته ورسېد او له دې وروسته باید پاکستانیان هم په افغانستان کې د جهاد فتوا صادره نه‌کړي.

()

ویسا ورځپاڼې بیا د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې له لاس‌لیک وروسته، په هغو څرګندونو تبصره کړې چې په یوه ډول د سولې د شوې هوکړې په اړه شکونه راپیدا کوي.

ورځپاڼه لیکي، د سولې د هوکړې وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هغه څرګندونې اندېښمنوونکې دي چې ویلي یې دي، دوه داسې لاس‌لیک شوي سندونه شته چې یوازې د کانګرس غړو ته به ښودل کېږي.

ویسا ورځپاڼه زیاتوي، دا ډول څرګندونې د دې زمینه برابروي چې هغو لورو ته پلمه په لاس ورکړي چې نه‌غواړي د سولې په اړه لږ شوی پرمختګ پراخ شي.