ایران په عراق کښې د حکومت په جوړیدا ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i88516-ایران_په_عراق_کښې_د_حکومت_په_جوړیدا_ټینګار_وکړ
زمونږ خبریال وايي د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا مشر په عراق کښې د خلکو د ملاتړ وړ حکومت په چټک ډول په جوړیدا ټينګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 09, 2020 00:52 Asia/Kabul
  • ایران په عراق کښې د حکومت په جوړیدا ټینګار وکړ

زمونږ خبریال وايي د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا مشر په عراق کښې د خلکو د ملاتړ وړ حکومت په چټک ډول په جوړیدا ټينګار وکړ .

د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا مشر علي شمخاني پرون په بغداد کښې د عراق د چارو د پرمخ بیولو له لومړي وزیر عادل عبدالمهدي سره په کتنې کښې د عراق حساسو شرایطو او په سیمه کښې د ثبات او د ارامښت په تثبیت کښې د دغه هیواد ټاکونکي رول ته په اشارې سره وویل اسرائیلو ،  عربو او لویدیځو هیوادونو خپله ټوله هڅه پیل کړي ده چې عراق ثبات ته ونه رسیږي .

شمخاني په سیمه کښې د ناامنۍ په رامینځته کولو کښې د صهیونیسټ رژیم ورانونکي رول ته په اشارې سره وویل د مقاومت د لومړۍ کرښې په هیوادونو کښې د ټولنیزې ستړیا او د وروستوالي د رامینځته کولو لپاره د دښمن هڅه د سیمې د مسلمانو ملتونو ترمینځ د اتحاد او د کوټلتیا ترټولو مهم دلیل دی .

د عراق د چارو د پرمخ بیولو لومړي عادل عبدالمهدي هم په دغه کتنې کښې له تکفیري ترهګرۍ سره د مبارزې په زمینه کښې له عراق سره د ایران د ملت او د حکومت د خالصانه مرستو په قدرونې سره وویل  امریکا له اټومي تړون په وتلو او په ایران او عراق باندې د دباو له راوړلو سره د سیمې حالت پیچلی کړ .

هغه له کورونا ناروغۍ سره دمبارزې لپاره له عراق سره د مرستې لپاره د ایران د وړاندیز په هرکلي سره وویل ټول هیوادونه له دا ډول سترې بلا سره د مقابلې لپاره له یوبل سره ملګرتیا ته ضرورت لري .