ایران او چین دکروناویروس په ضدپه اقداماتوکې ښه ملګرتیاکوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i88634-ایران_او_چین_دکروناویروس_په_ضدپه_اقداماتوکې_ښه_ملګرتیاکوي
د روغتیا نړیوالې ادارې پرون دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي اروپا د کرونا ویروس د بشپړ خوریدا په یوه مرکز بدله شوې ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 14, 2020 02:54 Asia/Kabul
  • ایران او چین دکروناویروس په ضدپه اقداماتوکې ښه ملګرتیاکوي

د روغتیا نړیوالې ادارې پرون دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي اروپا د کرونا ویروس د بشپړ خوریدا په یوه مرکز بدله شوې ده .

زمونږخبریال راپور راکړ د ایران  دخارجه وزارت ویندوي عباس موسوی پرون  له کرونا ویروس  سره په مبارزې کې  د خارجه وزارت  داقداماتو په په بیانولو سره له دغه ویروس سره د مبارزې لپاره له ایران سره د چین دملت او حکومت د مرستو قدرونه اوستاینه وکړه .

 عباس موسوي  ددې خبرې په کولو سره چې  له ایرانه بهر له دیره  وطنوالو څخه ملاتړ  د خارجه وزارت تر ټولو مهم لومړیتوب دی ، وئيلي دي ، په چین کې د کرونا ویروس  دخوریدا په  پړاؤ کې  په ووهان ښار کې له دیره ایرانیو محصیلینوسره ئې  د مرستو لپاره  درستې ممکنه لارې چارې  کارولي  او  له  خپلو محصیلینو دبیرته ستنولو لپاره  ئې سملاسی  اقدام وکړ .

 داپه داسې حال کې دي چې د روغتیا نړیوالې ادارې  پرون  دیوې اعلامیې  په خپرولو سره  وئيلي دي  اروپا د کرونا ویروس د بشپړ خوریدا په یوه مرکز بدله شوې ده .

  فارس خبری آژانس راپورورکړ ،  د روغتیا نړیوالې ادارې  همداراز ټينګار کړی ،د قرینطینه کولو اقدامات باید  د پوهنې د زیاتولو پشمول  له کرونا ویروس سره  دمبارزې لپاره  له نورو ګامونو سره په یووخت ترسره شي .

 د  روغتیا دنړیوالې ادارې  د اعلان په اساس ، تر دې دمه  په درستې نړۍ کې  په کرونا ویروس دککړتیا له امله کابو پنځه زره یو سل درویشتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی  او تر دې دمه  په نړۍ کې  د کرونا ویروس د منتقلیدا  د لارو په باب  هیڅ ډول  سم درک  وجود نه لري .

 له دې سره په یووخت  د چین حکومت د اطلاع رسونې شورا  پرون دیوې اعلامیې په خپرولو سره  په چین کې د کرونا ویروس دخوریدا  په دسیسې کې د امریکا د ځينو ادارو د لاس درلودلو په باب شک څرګند کړی او وئيلي ئې دي  په دې اړه څيړنې روانې دي اوکه  په دغې کرغیړنې بلا کې د امریکا لاس ثابت شي ، نو چین به په دې اړه جدي  ګامونه پورته کړي .