اروپائي اتحادیه دې دامریکا غیرقانونی بندیزونه په رسمیّت نه پيژني
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i88687-اروپائي_اتحادیه_دې_دامریکا_غیرقانونی_بندیزونه_په_رسمیّت_نه_پيژني
جواد ظریف د ایران له ولس سره د کرویشیا د خارجه وزیر د پيوستون د اعلان په قدرونې سره د اروپائي اتحادئې په وسیله د امریکا غیر قانوني اویو اړخیزو بندیزونو په رسمیّت د نه پيژندنې باندې ، نه یوازې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د دندې په توګه،بلکې د بې ګناه انسانانو د مړینو د مخنیوي لپاره ټينګار کړی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 17, 2020 01:39 Asia/Kabul
  • اروپائي اتحادیه دې دامریکا غیرقانونی بندیزونه په رسمیّت نه پيژني

جواد ظریف د ایران له ولس سره د کرویشیا د خارجه وزیر د پيوستون د اعلان په قدرونې سره د اروپائي اتحادئې په وسیله د امریکا غیر قانوني اویو اړخیزو بندیزونو په رسمیّت د نه پيژندنې باندې ، نه یوازې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د دندې په توګه،بلکې د بې ګناه انسانانو د مړینو د مخنیوي لپاره ټينګار کړی دی .

 زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامی ایران  خارجه وزیر  محمد جواد ظریف د کرویشیا له خارجه وزیر ګورډن کرلیچ رادمان  سره په ټيلیفوني تماس کې  د کرونا ویروس   د جرړه وچولولپاره پر نړیوالې ملګرتیا او پيوستون ټينګار کړی دی .

 جواد ظریف د ایران له ولس سره د کرویشیا د خارجه وزیر د پيوستون د  اعلان په قدرونې سره د اروپائي اتحادئې په وسیله د امریکا غیر قانوني اویو اړخیزو بندیزونو  په رسمیّت د نه پيژندنې  باندې ، نه یوازې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې   د دندې په توګه،بلکې   د بې ګناه  انسانانو د مړینو د مخنیوي لپاره ټينګار کړی دی .

د کرویشیا خارجه وزیر هم  چې  هیواد ئې د اروپائي  اتحادئې  د شورا پړاویزه مشري په غاړه لري ،  له دغې خطرناکې نړیوالې او خوریدونکي  ناروغۍ سره په مبارزې کې  د  ایران  له حکومت او ملت سره  دپيوستون په اعلان سره ، په ایران کې د کرونا ویروس د قرباني شوو له کورنیو سره خواخوږي  څرګنده کړې ده .

 کرونا ویروس پر  چین سربیره  تر  دې دمه د نړۍ  په څه دپاسه یوسل شپیتو هیوادونو کې  پنجې ښخې کړي  او هماغه راز په  خوریدا ده . د  روغتیا د نړیوالې ټولنې د اعلامیې په اساس تر دې دمه  کابو یو لک اوه اویا زره کسان په دغې ناروغۍ ککړ شوي او  همداراز  کابو اته اویا زره څلور سوه پنځه شپیته کسان  له درمنلې وروسته ښه شوي هم دي او  څه دپاسه شپږ زره کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .