په ایران کې د ستروپروژوافتتاح کول،دتیریګرزبرځواک لپاره درنده څپیړه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i88725-په_ایران_کې_د_ستروپروژوافتتاح_کول_دتیریګرزبرځواک_لپاره_درنده_څپیړه_ده
د اسلامی ایران ولسمشر په دوام کې ددې خبرې په کولو سره چې حکومت په هیواد کې د کرونا ناروغۍ دکنټرولولو لپاره درستې هلې ځلې کاروي ، روښانه کړې ، په ځينو اروپائي هیوادونو کې خلک د یوه ټیشو پيپر په سر سره دعوا کوي ، خو د بندیزونو له سختو شرائطو سره سره ، د ایران د ولس لپاره خوراکي مواد او اساسی شیان تامین شوي دي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 18, 2020 12:17 Asia/Kabul
  • په ایران کې د ستروپروژوافتتاح کول،دتیریګرزبرځواک لپاره درنده څپیړه ده

د اسلامی ایران ولسمشر په دوام کې ددې خبرې په کولو سره چې حکومت په هیواد کې د کرونا ناروغۍ دکنټرولولو لپاره درستې هلې ځلې کاروي ، روښانه کړې ، په ځينو اروپائي هیوادونو کې خلک د یوه ټیشو پيپر په سر سره دعوا کوي ، خو د بندیزونو له سختو شرائطو سره سره ، د ایران د ولس لپاره خوراکي مواد او اساسی شیان تامین شوي دي .

د اسلامی ایران ولسمشر  حسن روحاني  نن د حکومتي کابینې د غونډې ترڅنګ  د خبریالانو په ټول کې ددې خبرې په کولو سره چې  دایران ملت او حکومت  په تر ټولو سختو بندیزونو کې ، تر ټولو سترې پروژې افتتاح کړي دي ، ووئيل ،  دغه سترې پروژې  په عراق کې د  امریکائي ترهه ګر پوځ په مرکز د لګیدلو توغندیو په څير  د تیریګر زبرځواک په  مخ درنده څپیړه ده .

  ډاکټر حسن روحاني  د کرهڼې ، د اوبو او بریښنا  د صنعت ، سړکونو، تیلو اوپيټروکیمیکل  په زمینو کې په تیر یوه کال کې  داسلامی ایران  پرمختګونو ته په اشارې سره  زیاته کړې ، د لومړي ځل لپاره د ایران د  ګیسو تولید په و رځې کې زرمیلیون میټر مکعب  ته رسیدلی ، چې  دغه اقدام  اسلام ایران ، د ګیسو د تولید په زمینې کې  دپرمختللو هیوادونو په لیکه کې شامل کړی دی .

 د اسلامی ایران ولسمشر  په دوام کې ددې خبرې په کولو سره چې  حکومت په هیواد کې د کرونا ناروغۍ دکنټرولولو لپاره  درستې هلې ځلې کاروي ، روښانه کړې ، په ځينو  اروپائي هیوادونو کې  خلک د  یوه  ټیشو پيپر په سر سره  دعوا کوي ، خو د بندیزونو له سختو شرائطو سره سره ،  د ایران د ولس لپاره  خوراکي مواد او اساسی شیان تامین شوي دي .

 ډاکټر روحاني  په هیواد کې د کرونا ویروس له خوریدا سره په مبارزې کې د ایران طبي ټولنې  د هلوځلو په قدرونې سره  ټينګار کړی ، په درست ایران کې ټوله حکومتي اوغیر حکومتي  اورګانونه او ادارې  د وسلوال پوځ  په ملګرتیا سره  خلکو  ته د خدمت رسونې  او ددغه منحوس ویروس  دمخنیوي  کولو په حال کې دي .