متکي: د هرمز تنګي کنټرول د ایران په مدیریت کې دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i172110-متکي_د_هرمز_تنګي_کنټرول_د_ایران_په_مدیریت_کې_دی
پارس ټوډې – د ایران د پارلمان د IPU اجرایي شورا رییس وویل چې IPU باید د امریکا د دولتي ترهګرۍ پر وړاندې قاطع دریځ ونیسي.
(last modified 2026-04-18T05:03:20+00:00 )
Apr 18, 2026 09:32 Asia/Kabul
  • متکي: د هرمز تنګي کنټرول د ایران په مدیریت کې دی

پارس ټوډې – د ایران د پارلمان د IPU اجرایي شورا رییس وویل چې IPU باید د امریکا د دولتي ترهګرۍ پر وړاندې قاطع دریځ ونیسي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ د ایران د پارلمان د IPU اجرایي شورا رییس منوچهر متکي، د بین‌المجالس نړیوالې اتحادیې په عمومي غونډه کې وویل چې د هرمز تنګي کنټرول د ایران په اختیار او مدیریت کې دی او اړتیا ده چې IPU د امریکا او صهیونیسټي رژیم د دولتي ترهګرۍ پر وړاندې کلک دریځ غوره کړي. 

متکي زیاته کړه: د هرمز تنګي کنټرول د ایران د اسلامي جمهوریت په واک کې دی او کښتۍ باید د خوندي تګ راتګ او د ایران د مدیریت د استفادې لپاره، اړوند لګښتونه ورکړي.