بقایي: پر ایران د امریکا بندیزونه د بشریت پر ضد جنایت دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i172112-بقایي_پر_ایران_د_امریکا_بندیزونه_د_بشریت_پر_ضد_جنایت_دی
پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ایران پر وړاندې د امریکا د مالیې وزارت له لورې د سختو بندیزونو د لګولو ګواښ، د بشریت پر ضد جنایت وباله.
(last modified 2026-04-18T05:06:07+00:00 )
Apr 18, 2026 09:34 Asia/Kabul
  • بقایي: پر ایران د امریکا بندیزونه د بشریت پر ضد جنایت دی

پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ایران پر وړاندې د امریکا د مالیې وزارت له لورې د سختو بندیزونو د لګولو ګواښ، د بشریت پر ضد جنایت وباله.

د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي، د ایران پر وړاندې د امریکا د مالیې وزارت له لورې د سختو بندیزونو د لګولو د ګواښ په غبرګون کې په ایکس ټولنیزې پاڼې کې ولیکل: «ډېر د شرم وړ دي هغه سیاستونه چې یوازینی فلسفه او دنده یې د انسانانو پر وړاندې قصدي درد او رنځ رامنځته کول دي، خو بیا هم په ویاړ سره تبلیغ او توجیه کېږي.»

بقایي په دې ټینګار وکړ چې دا چلند د غیرانساني ذهنیت څرګندونه کوي او زیاته یې کړه: د ایران پر وړاندې د امریکا د مالیې وزارت له لورې د سختو بندیزونو د لګولو ګواښ، د «اقتصادي ترهګرۍ» او «دولتي باج‌اخیستنې» سیاست دی چې په خپل ماهیت کې د بشریت پر ضد جنایت او نسل‌وژنه بلل کېږي.