په ایران کې په کرونا ککړ کابوشپږزره کسان ښه شوي دي
د وروستیو احصایو په اساس، تر دې دمه په دغه ویروس په درستې نړۍ کې څه دپاسه دوه لکه دوه سوه کسان ککړ شوي دي چې له دوي څخه کابو درې اتیا زره کسان ښه شوي او لږترلږه اته زره کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .
د ایران د طبي او روغتیائي چارو مرستیال وزیر علی رضا رئسي نن دخبریالانو په ټول کې وئيلي دي ،تردې دمه له هغو کسانو چې په ایران کې په کرونا ویروس ککړش وي دي ، پنځه زره اوه سوه لس کسان په درملنې پسې ښه شوي او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .
ریسي همدرااز په ایران کې په کرونا ویروس د اولس زره درې سوه یو شپیتو کسانو ککړتیا ته په اشارې سره وئيلي دي،له بده مرغه تر دې دمه له دغو کسانو یو زر یوسل پنځه دیرش کسانوهم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .
د وسلوال ځواک په مرستې سره د ایران دحکومت له درملیزو اومخه نیونکو اقداماتو په سره په یووخت ، د ناروغۍ د وارمخکې معلومیدا ، له ککړو کسانو سره په تماس کې د کسانو معلومولو ، د ناروغانو جلا کولو یا قرنطینه کولو او په کرونا ویروس د ککړو کسانو د درملنې بهیر ، د ایران د ولس د درستو پرګنو په ملګرتیا سره په چټکۍ سره دترسره کیدا په حال کې دی .
کویډ-۱۹نومې ناروغي یا هماغه کرونا ویروس پر چین سربیره تر دې په څه دپاسه یو سل اوه شپیتو هیوادونو ته غزیدلی دی .