د حضرت امام موسی کاظم ع د شهادت په هکله تسلیت وایو
(last modified Fri, 20 Mar 2020 00:20:31 GMT )
Mar 20, 2020 04:50 Asia/Kabul
  • د حضرت امام موسی کاظم ع د شهادت په هکله تسلیت وایو

زمونږ خبریال وايي نن د جمعې مبارکه ورځ د ۲۰۲۰ میلادي کال د مارچ د میاشتې شلمه (۲۰) او د ۱۴۴۱ هجري قمري کال د رجب د میاشتې پینځویشتمه (۲۵) نیټه ده چې د نړۍ د شیعه مسلمانانو د اوم (۷)‌ امام حضرت موسي کاظم علیه السلام د شهادت له کلیزې سره سمون خوري .

حضرت امام موسی کاظم علیه السلام د خپل ګران پلار حضرت امام جعفر صادق علیه السلام په ستر علمي مکتب کښې چې ډیرو عالمانو پکښې شتون درلود ګډون  کاوه او د خپل پلار له فضایلو په ګټه پورته کولو سره د تقوا ، د استقامت ، شجاعت او د عدالت غوښتنې په شان په لوړو اخلاقي صفتونو او ځانګړتیاو کښې ستره بیلګه شو .

امام موسی کاظم علیه السلام کابو پینځه دیرش (۳۵) کاله د مسلمانانو امامت پرغاړه درلود او د خپل ژوند ډیر کالونه یې په زندانونو او جلاوطنۍ کښې تیر کړل .

دغه شرایط د دې ښودنه کوي چې د حضرت امام موسی کاظم علیه السلام په وخت کښې په اهل بیت علیه السلام باندې د عباسي واکمنانو سختیانې او ظلمونه زیات شوي وو .

هغه څه چې حضرت امام موسی کاظم علیه السلام یې د موجودو شرایطو پرضد پاڅون ته هڅوه په مسلمانانو واکمن فاسد  ټولنیز او سیاسي نظام و او په دغه موقعیت کښې امام د خلکو سیاسي او ټولنیزه پوهه زیاتوله او د بني عباسو واکمنانو کارونه یې د اسلام له ارزښتونو سره په تضاد کښې بلل .

عباسي واکمن هارون الرشید چې نه یې غوښتل خلک د حضرت امام موسی کاظم علیه السلام د علم او د فضلیت له ستر سمندر څخه ګټه پورته کړي په یوې (۱) دسیسې کښې هغه حضرت ته زهر ورکړل او هغه حضرت یې  په یوسل درې اتیایم (۱۸۳) هجري قمري کال کښې په پینځه پنځوس (۵۵) کلنۍ کښې شهید کړ  .

د ایران د راډیو او د ټیلي ويژن اداره صداوسیما د حضرت امام موسی کاظم علیه السلام د شهادت د کلیزې په مناسبت ټولو مسلمانانو په تیره بیا شیعه مسلمانانو او د هغه حضرت پلویانو ته تسلیت وايي .