کورونا، د ظریف او جوزپ بورل د خبرواترو چورلیز
ظریف: سپینې ماڼۍ د خپل زیات نه زیات دباؤ سیاست له انسانیت او د انسانانو د ژوند خلاف بې مخینې حد ته رسولی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر او د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسئول په ټیلیفوني خبرواترو کښې په نړۍ کښې د کورونا د خپریدو د وروستیو بدلونونو او د ایران د اقداماتو په تیره بیا د کورونا د مخنیوي په لړ کښې د ایران مخې ته د پرتو خنډونو جاج واخیسته.
د ایرنا د خبر له مخې د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسئول جوزپ بورل له ایران سره د پیوستون د اعلانولو او د ایران د خلکو د روغتیا او ژوند خلاف د امریکې د یواړخیزو بندیزونو په ردولو سره په دې لړ کښې اغیزناکو حل لارو د موندلو لپاره د هیوادونو د همفکرۍ او مرستې غوښتنه وکړه.
د یو بل خبر له مخې د ایران خارجه وزیر ویلي، سپینې ماڼۍ د خپل زیات نه زیات دباؤ سیاست له انسانیت او د انسانانو د ژوند خلاف بې مخینې حد ته رسولی دی.
محمد جواد ظریف پرون په خپل ټویټر اکاونټ کښې په دې خبرې سره چې د امریکې حکومت په نوروز او د نوي کال په پیلیدو کښې د ایراني ښاریزو له وژلو څخه ډیر په خوشالۍ سره د غرور احساس کوي، د سپينې ماڼۍ چارواکو ته په خطاب کښې یادونه وکړه چې د واشنګټن سیاست به د هغه د تل پاتې بدنامۍ سبب شي او ایران به هیڅکله تسلیم نه شي.