د ایران او د پاکستان خارجه وزیرانو خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i88801-د_ایران_او_د_پاکستان_خارجه_وزیرانو_خبرې_وکړې
زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د امریکا د حکومت د یواړخیزه او د ظالمانه بایکاټونو د ختمولو لپاره د پاکستان د حکومت د هڅې قدرونه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 23, 2020 00:05 Asia/Kabul
  • د ایران او د پاکستان خارجه وزیرانو خبرې وکړې

زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د امریکا د حکومت د یواړخیزه او د ظالمانه بایکاټونو د ختمولو لپاره د پاکستان د حکومت د هڅې قدرونه وکړه .

جواد ظریف پرون د پاکستان د باندنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره په ټيلي فوني تماس کښې دغه راز د کورونا وایروس له خپریدا سره په مبارزې کښې له تهران سره د اسلام اباد د پیوستون په یادونې سره له دغه وژونکي وایروس سره په مبارزې کښې د سیمې د هیوادونو د کړچار په هکله د نظرتبادله وکړه .

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي هم د ایران د  اسلامي جمهوریت پرضد د امریکا د یواړخیزه بایکاټونو د ختمیدا په زمینه کښې د اسلام اباد د حکومت لخوا د ترسره شویو هڅو په بیانولو سره د پاکستان زیارتوالو ته د درملنې د خدماتو د وړاندې کولو لپاره په ایران کښې د کورونا وایروس د کمیټۍ د فیصلې قدرونه وکړه .