د ايران او پاکستان ترمېنځ د تعلقاتو په مضبوطيا تاکيد
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i88830-د_ايران_او_پاکستان_ترمېنځ_د_تعلقاتو_په_مضبوطيا_تاکيد
په پاکستان کښې د ايران سفير د تهران او اسلام آباد ترمېنځ په مختلفو زمينو کښې د تعلقاتو او ملګرتياو په مضبوطيا او پراختيا تاکيد وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 24, 2020 06:49 Asia/Kabul
  • د ايران او پاکستان ترمېنځ د تعلقاتو په مضبوطيا تاکيد

په پاکستان کښې د ايران سفير د تهران او اسلام آباد ترمېنځ په مختلفو زمينو کښې د تعلقاتو او ملګرتياو په مضبوطيا او پراختيا تاکيد وکړ.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې سيد محمد علي حسيني پرون ماښام د پاکستان د ورځې په مناسبت د دغه هېواد خلقو ته د دغې ورځې مبارکي وويله او وې ويل: ايران تل د پاکستان د خپلواکۍ له شروع څخه له دغه هېواد د هغه له خلقو څخه ملاتړ کړے دے او يو مهم اسلامي هېواد يې بولي.

حسيني زياته کړه، د پاکستان مسلمان ملت تل د مشکلات او سختيو په وړاندې د ټينګ اودرېدنې ښودنه کړې ده.

د پاکستان خلق هر کال د مارچ درويشتمه د پاکستان په نامه د يو مسلمان هېواد د جوړېدو نومې پرېکړليک د تصويبېدو د کليزې جشن جوړوي او د هغو ټولو کسانو چې د دغه خپلواکه اسلامي هېواد د جوړېدو لپاره يې قربانۍ ورکړي دي ياد نمانځي.