یمن د ترټولو سترې انساني غمیزې له خطر سره مخ دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i88903-یمن_د_ترټولو_سترې_انساني_غمیزې_له_خطر_سره_مخ_دی
د ایران د خارجه وزارت ویاند په تیرو پنځو کلونو کښې په یمن باندې د بهرنیو ځواکونو پوځي تیري او د دغه هیواد کلابندۍ ته په اشارې سره وویل: یمن د ډیرې سترې انساني غمیزې له خطر سره مخامخ دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 27, 2020 01:31 Asia/Kabul
  • یمن د ترټولو سترې انساني غمیزې له خطر سره مخ دی

د ایران د خارجه وزارت ویاند په تیرو پنځو کلونو کښې په یمن باندې د بهرنیو ځواکونو پوځي تیري او د دغه هیواد کلابندۍ ته په اشارې سره وویل: یمن د ډیرې سترې انساني غمیزې له خطر سره مخامخ دی.

د ایران د خارجه وزارت ویاند په تیرو پنځو کلونو کښې په یمن باندې د بهرنیو ځواکونو پوځي تیري او د دغه هیواد کلابندۍ ته په اشارې سره وویل: یمن د ډیرې سترې انساني غمیزې له خطر سره مخامخ دی.

سید عباس موسوي پرون زیاته کړه: په تیرو پنځو کلونو کښې د ځمکې، هوا او سمندر له لارې د یمن کلابندي او ورباندې د بهرنیو ځواکونو پوځي تیري د دغه هیواد خلکو ته د مرسته رسونې لارې بندې کړې دي او اوس په یمن کښې خراب انساني حالت او د کمترین امکاناتو نشتوالي ته په پام سره د کرونا ناروغۍ پراختیا، اندیښنې څوچنده کړې دي.

موسوي هم داشان د کرونا د پراختیا له پایلو سره په مقابله کښې د لازیات چمتووالي لپاره د یمن په شمول د نړۍ په ټولو سیمو کښې د اوربند د ټینګښت لپاره د ملګرو ملتو د سرمنشي وړاندیز ته په اشارې سره زیاته کړه: ایران د هر هغه نښت هرکلی کوي چې د یمن جنګ بند او د دغه هیواد د خلکو محاصره ختمه کړي.