له کروناسره په مقابلې کې په نړۍ کې دایران روتبه دمنلووړده
د اسلامی ایران ولسمشر همداراز د هیواد په ضد بندیزونو ته په اشارې سره وئيلي دي ، دایران ډاکټران اوولس تل ویاړونه ډالۍ کړي دي ، ځکه بریالي شوي دي په دغه شان شرائطو کې له کرونا ویروس خوریدا سره مقابله او هیواد هم اداره کړي .
زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحاني نن د کابینې په غونډې کې دې ته په اشارې سره چې د هیواد ډير ولایتونه د کرونائي بحرانه تیر شوي دي ، زیاته کړې ، دنورو هیوادونو حتی د اروپائي او لویديځي هیوادونو له احصایو سره په ایران کې د کرونائي اقداماتو په باب د احصایو او راپورونو پرتله کول ښئ چې په ایران کې حالات ډير ښه دي .
ډاکټر روحاني روښانه کړې ده ، ایران په درملنې ، روغتوني او تجهیزاتي برخو کې ډيرې ښې توانمنۍ لري او همداراز د طبي متحصصو ډاکټرانو او پرستارانو له پلوه هم پیاوړی هیواد دی ،نو ځکه دنورو هیوادونو په پرتله په ایران کې د مړینو شمیر هم کم دی .
د اسلامی ایران ولسمشر همداراز د هیواد په ضد بندیزونو ته په اشارې سره وئيلي دي ، دایران ډاکټران اوولس تل ویاړونه ډالۍ کړي دي ، ځکه بریالي شوي دي په دغه شان شرائطو کې له کرونا ویروس خوریدا سره مقابله او هیواد هم اداره کړي .
هغه ددې خبرې په کولو سره چې ایران باید ځان له کرونائي بحرانه وروسته پړاؤ سره مقابلې ته تیار کړي ، ټينګار کړی ، په ایران کې تولید او دخلکو سلامتیا او امنیت اساسی اصول دي اوتل د حکومت په لومړیتوبونو کې دي .