کرونائي بحران د ایران د پوځ د پوهې د لوړتیالامل شوی
تر دې دمه د ایران دڅه د پاسه اته پنځوس میلیون کسانو معاینه شوې ده چې په راتلونکو شپو ورځو کې به ددغو زحمت کونکو ډلو په وسیله د ایران درست ولس معاینه شي .
دایران داسلامی جمهوریت دپوځ لوي درستیز سردار محمد باقري نن په تهران کې د پوځ د امام رضا د روغتیا او درملنې د مرکز په غونډې کې چې له کرونا سره دمقابلې او مدیّریت له ملی کمیټې سره په مرستې کې ددغه ځواک د اقداماتو د ارزونې په موخې سره ترسره شوي ، ووئيل ، دایران وسلوال ځواک په وروستیو شپو ورځو کې د کوویډ -۱۹ډوله ناروغۍ سره دمقابلې په باب د ناروغانو لپاره څه دپاسه څلور زره بسترو باندې مشتمل ځایونه تیار کړي دي او او دایران دپوځ په روغتونونو کې هم نور په زرګونو بسترو مشتمل ځایونه د تیارئ په حال کې دي .
سردار باقري ، همداراز د دې خبرې په کولو سره چې د وارمخکې معاینې یا چیک اپ پلان یو ملی او ستر پلان دی ، چې د ایران د طبي ټولنې د بسیجیانو او نورو اورګانونو په وسیله ترسره کیږي ، روښانه کړې ده .تر دې دمه د ایران دڅه د پاسه اته پنځوس میلیون کسانو معاینه شوې ده چې په راتلونکو شپو ورځو کې به ددغو زحمت کونکو ډلو په وسیله د ایران درست ولس معاینه شي .