د ایران له ملته د چین ملاتړونه هیریدونکي ندي
جهانپور زیاته کړه د ایرانیانو تاریخی حافظه به دغه اقدام هیڅکله هیر نکړي .
د ایران د روغتیا وزارت د اطلاع رسونې او عمومی اړیکو مرکز مشر په دغو سختو ورځوکې له ایرانی ملته د چین ملاتړونه نه هیریدونکي وبلل .
کیانوش جهانپور نن په خپله ټویټر پاڼه کی ولیکل د ایران حکومت او ملت د هغو ملتونو او حکومتونو قدرونه کوي چی د کرونا په دغه نړیواله خپریدا ورځو کې د هغو په څنګ کې دریدلي دي . جهانپور زیاته کړه د ایرانیانو تاریخی حافظه به دغه اقدام هیڅکله هیر نکړي .
د ایران د خارجه وزارت ویندوی سید عباس موسوی هم تیر اتبار په ورځ په ټویټر کې ټینګار وکړ ایران تل په دغو سختو شرایطو کې د چین قدرونه کوی .
په نړۍ کې د کرونا ویروس په خپریدا پسې د چین حکومت او ملت تراوسه د ایران په شمول د نړۍ بیلا بیلو هیوادونو ته طبی او روغتیایی مرستې او جوپې ورلیږلی دي .