امریکا بایکاټ او غلا ته مخه کړي ده
(last modified Fri, 10 Apr 2020 01:12:46 GMT )
Apr 10, 2020 05:42 Asia/Kabul
  • امریکا بایکاټ او غلا ته مخه کړي ده

زمونږ خبریال وايي په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا د مشر سلاکار حسین امیر عبداللهیان وویل امریکا په دنیا کښې د کورونا وایروس دتشخیص د کیټونو او د ماسکو غلا ته مخه کړي ده .

هغه پرون له کورونا وایروس په مبارزې کښې له ایران سره د چین د مرستو په قدرونې سره وویل امریکا او د تمدن ځینې ادعا کونکي هیوادونه د بایکاټونو د ختمولو پرځاې د بندیزونو زیاتولو او په دنیا کښې د کورونا وایروس د تشخیص د کیټونو او د ماسکونو غلا کولو ته مخه کړي ده .

په دنیا کښې د کورونا وایروس له خپریدا وروسته دچین حکومت او ملت تراوسه د ایران په شمول بیلابیلو هیوادونو ته ډیر طبي شیان او تجهیزات استولي دي .

دغه راز د جرمني د مشرانو جرګې یوه(۱) غړي سناتور اندریس ګیزل له کورونا وایروس سره د مقابلې لپاره د اخیستل شویو ماسکونو په زوره اخیستلو کښې د امریکا د حکومت اقدام د څاروي ډول لویدیځ له تاکتیکونو د استفادې مصداق وباله .

هغه وویل د جرمني د برلین د پولیسو د سلګونو زره ماسکونو په زوره اخیستلو کښې د امریکا اقدام نوي سمندري غلا او د څاروي ډوله لویدیځ یو(۱) تاکتیک دی .