روحانی ایرانی متخصصانو ته دکرونا درملود جوړولو ماموریت ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i89246-روحانی_ایرانی_متخصصانو_ته_دکرونا_درملود_جوړولو_ماموریت_ورکړ
د هیواد متخصصانو او ډاکټرانو هغو مطالعاتو په اساس چی په ایران کی ترسره کړل او له نورو هیوادونو سره خپلو څیړنو او تجروبو په تبادلې سره تر ډیره حده توانیدلې د دغه ویروس کړچاری رودو او د هغه له خپریدا سره د مقابلې لارو چارو ته نږدې شی چی دا ډیر اهمیت لري
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 11, 2020 10:13 Asia/Kabul
  • روحانی ایرانی متخصصانو ته دکرونا درملود جوړولو ماموریت ورکړ

د هیواد متخصصانو او ډاکټرانو هغو مطالعاتو په اساس چی په ایران کی ترسره کړل او له نورو هیوادونو سره خپلو څیړنو او تجروبو په تبادلې سره تر ډیره حده توانیدلې د دغه ویروس کړچاری رودو او د هغه له خپریدا سره د مقابلې لارو چارو ته نږدې شی چی دا ډیر اهمیت لري

 

د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی نن له کرونا سره د مقابلې د ملی کمیټۍ په غونډه کی پردې په ټینګار سره چی د ایرانی ځوانو متخصصانو علمی توان ته په پام سره د کرونا درملو او واکسین ته رسیدا به لیرې نه وی ، وویل د هیواد متخصصانو او ډاکټرانو  هغو مطالعاتو په اساس چی په ایران کی ترسره کړل او له  نورو هیوادونو سره خپلو څیړنو او تجروبو په تبادلې سره تر ډیره حده توانیدلې د دغه ویروس کړچاری رودو او د هغه له خپریدا سره د مقابلې لارو چارو ته نږدې شی چی دا ډیر اهمیت لري .

روحانی همداراز په ایران کی هوشمندې اجتماعی واټن نیولو طرحې اجرا ته په اشارې سره جوته کړه دغه طرحه د ایرانی ژوند د سټایل په مطالعې او په ځای مادل او په عین حال کی د نړیوالې روغتیا موسسې له اصولو سره سم ترسره کیږی .