ایران د افغانستان د سیاسي ډلو په وحدت ټینګار وکړ
زمونږ خبریال وايي د ایران د باندنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف او د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست حنیف اتمر د دوه اړخیزه ملګرتیاو په هکله خبرې وکړې .
د ایران او د افغانستان دغو دوو (۲) لوړرتبه چارواکو پرون په ټیلي فوني خبرو کښې د افغانستان د بیلابیلو ډلو ترمینځ د وحدت او په هیواد کښې د سولې او د ثبات د ټینګیدا او دغه راز د تهران او د کابل د دوه اړخیزه ملګرتیاو د پراختیا په ضرورت ټینګار وکړ .
د ایران خارجه وزیر جواد ظریف د اپریل د میاشتې په اومه (۷) نیټه هم له اشرف غني او عبدالله عبدالله سره په جلا جلا ټیلي فوني خبرو کښې د افغانستان د وروستي سیاسي حالت او د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته د رامینځته شویو اختلافاتو په هکله خبرې او د نظر تبادله کړي وه .
اشرف غني او عبدالله عبدالله په دغو ټیلي فوني خبرو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړونو د قدرونې په ترڅ کښې د افغانستان د سیاسي مشکلاتو له حل سره د مرستې لپاره د تهران د چمتووالي هرکلی کړی وو .