د ایران پوځ د نړۍ یو ترټولو چمتو پوځ دی
د ایران دفاع وزیر وايي: د ایران پوځ په خپل هوډ او چمتووالي سره، دښمن پوه کړی چې که تیري وکړي نو غاښ ماتونکی ځواب به ترلاسه کړي.
د ایران دفاع وزیر «امیر حاتمی» د پوځ د ورځې په مبارکۍ سره وویل: د ایران پوځ نن سبا د تجهیزاتو، انساني ځواک او د ټریننګ او پلاننګونو له نظره د نړۍ په ډیرو چمتو او غوره پوځونو کښې شامل دی.
د ایران دفاع وزیر نن په دې خبرې سره چې د دغه هیواد پوځ په تیرو ۴۱ کلونو کښې خپل چمتووالی د عمل په میدان کښې ثابت کړی دی، زیاته کړه: د ایران پوځ د دښمن په ګواښ او پلید نیت او افکارو ښه پوهیږي او له نړیوالو او سیمه ایزو بدلونونو په صیحیح درک سره یې ځان له هر خطر سره مقابلې ته تیار کړی دی.
هغه وویل چې د ایران پوځ په خپل هوډ او چمتووالي سره، دښمن پوه کړی چې که تیري وکړي نو غاښ ماتونکی ځواب به ترلاسه کړي.