ایران کښې د کرونا کابو پنځوس زره ناروغان ښه شوې دي
Apr 15, 2020 11:42 Asia/Kabul
د ایران روغتیا وزارت نن وویل: تراوسه ۴۹ زره او ۹۳۳ تنه په کرونا اخته ناروغانو شفا موندلې او له روغتونونو رخصت شوې دي.
د ایران د روغتیا وزارت د عامه اړیکو او اطلاع رسونې د مرکز مشر کیانوش جهانپور نن خبریالانو ته په مرکه کښې، په هیواد کښې په کرونا د خلکو د اخته کیدو د کمیدونکي بهیر دوام ته په اشارې سره څرګنده کړه: په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې په کوویډ-۱۹ وایرس باندې ۱ زر او ۵۱۲ نویو کسانو د ککړیدو پيښې ثبت شوې دي چې ورسره په هیواد کښې د کرونا ناروغانو ټول شمیر ۷۶ زره او ۳۸۹ تنو ته ورسید.
ډاکټر جهانپور په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د نورو ۹۴ کرونايي ناروغانو مړینې ته په اشارې سره زیاته کړه: په ایران کښې د کورونا وایرس د خپریدو له پیل راهیسې ټول ټال ۴ زره او ۷۷۷ کسان وفات شوې دي.
ټیګونه