ایران له کرونا ویروس سره د مقابلې څونوره آلې هم جوړې کړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i89393-ایران_له_کرونا_ویروس_سره_د_مقابلې_څونوره_آلې_هم_جوړې_کړي
د ایران دپوځ د ملی ورځې په مناسبت د خدمت پریډ نومې دستورې د مدافعان وطن او دسلامتیا د مرسته کونکو په شعار سره ترسره شوې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 17, 2020 10:34 Asia/Kabul
  • ایران له کرونا ویروس سره د مقابلې څونوره آلې هم جوړې کړي

د ایران دپوځ د ملی ورځې په مناسبت د خدمت پریډ نومې دستورې د مدافعان وطن او دسلامتیا د مرسته کونکو په شعار سره ترسره شوې .

زمونږخبریال راپور کړ نن د اسلامی ایران د پوځ ملی ورځ ده چې ددغې ورځې  پّ مناسبت دپوځي پریډ په ځاي د خدمت  پریډ ترسره شوی او  په دغو دستورو کې  له کرونا سره د مبارزې په لاره کې ځیني نوي لاسته راوړنې هم نندارې ته وړاندې شوي دي .  په دغو نوو لاسته راوړنو کې  د ښارونو د لارو د ویروس ضده عملیاتو ترسره کولو  او د  ککړتیاؤ  دختمولو لپاره د سپرې  کونې  ټربو جټ نومې  مشین جوړ کړی  چې  د سپرې لپاره  وریّځې جوړوي ،او  په یوه  منټ کې پنځه سوه لیټره دوایانې  تر  پنځوسو  میټرو  شعاعو پورې سپرې کولی شي .

ټربو جټ مشین  چې  په کم مساحتو کې دچاپیریال   د ویروس ضده سپرې  کوي، ګرځنده لیبارټرۍ  او په میکروبو  دککړو چاپیریالونو  معلومول  او همداسې  دککړو کسانو تر سل  میټرو پورې  معلومولو  مشینونه او آلې   په دغو نوو لاسته راوړنو  کې شاملې دي.

 همداراز  د پوځ  دورځې په دغو دستورو کې د رازي  په نامې سره د سپرې کونې   او د سلامتیا  د ټسټونو لپاره دوه مشینونه  چې د پوځ مځکني ځواک ماهرانو پلان  او جوړ کړي دي ،  نندارې ته وړاندې شول .

د ایران دپوځ د ملی ورځې په مناسبت  د  خدمت پریډ نومې دستورې  د مدافعان وطن  او دسلامتیا د مرسته کونکو  په شعار سره  ترسره  شوې .