اسلامي ایران تل د فلسطین د خلکو ملاتړی دی
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا مشر علي لاریجاني د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیه او د جهاد اسلامي غورځنګ له مشر زیاد نخاله سره په جلا جلا ټیلي فوني خبرو کښې ټینګار وکړ د ایران اسلامي جمهوریت تل د فلسطین د مظلومو خلکو د حقوقو ملاتړی دی .
د فلسطیطن د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه او د جهاد اسلامي غورځنګ مشر زیاد نخاله پرون په کورونا وایروس د ایران د اسلامي شورا د مشر علي لاریجاني له ککړیدا وروسته په جلا جلا ټیلي فوني خبرو کښې د هغه د سلامتیا د ارزو په ترڅ کښې لاریجاني په سیمه کښې د مقاومت د بهیر همیشنی ملاتړی وباله .
په عین حال کښې د ایران د اسلامي شورا مشر علي لاریجاني هم د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیه سره په خبرو کښې د هغه د پوښتنې د مننې په ترڅ کښې وویل په داسې شرایطو کښې چې نړۍ د کورونا له کړکیچ سره لاس او ګریوان ده د صهیونیسټ رژيم د بشره ضده ماهیت د ثابیتیدا لپاره دغه خبره بس ده چې تراوسه یې د فلسطین د غزې تړانګې له کلابندۍ لاس نه دی اخیستی او د امریکا رژیم د انسان ضد ماهیت په ایشوا کیدا کښې د ایران پرضد د واشنګټن د بایکاټونو دوام ترټولو ښه ګواه دی .
هغه په دې خبرې سره چې د فلسطین خلک باید په کامل ډول د وحدت په ساتلو سره د صهیونیسټانو د جنایتکارو اقداماتو پرضد له خپلو ټولو انساني او حقوقي ظرفیتونو استفاده وکړي ټینګار وکړ دنیا له کورونا وایروس وروسته د انساني هویتونو د موندلو او د ملتونو په حقوقو کښې د بیا کتنې لپاره یو (۱)فرصت دی او د سلطې نظام باید له انساني کړکیچونو څخه د خپل کړچار د بدلیدا لپاره درس واخلي .