په ایران کې په کروناککړ۵۶ زره کسان ښه شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i89416-په_ایران_کې_په_کروناککړ۵۶_زره_کسان_ښه_شوي_دي
په درستې نړۍ کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر څه دپاسه دوه میلیون دوه لکه او شپيته زره تنو ته زیات شوی چې په دغه شمیر کې کابو یو لک پنځه پنځوس زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز په درملنې پسې کابو پنځه لکه اتیا زره کسان هم ښه شوي او له روغتونونو رخصت شوي دي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 18, 2020 11:06 Asia/Kabul
  • په ایران کې په کروناککړ۵۶ زره کسان ښه شوي دي

په درستې نړۍ کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر څه دپاسه دوه میلیون دوه لکه او شپيته زره تنو ته زیات شوی چې په دغه شمیر کې کابو یو لک پنځه پنځوس زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز په درملنې پسې کابو پنځه لکه اتیا زره کسان هم ښه شوي او له روغتونونو رخصت شوي دي .

زمونږخبریال  راپور راکړ  د اسلامی ایران  د روغتیائي  چارو وزارت ویندوي کیانوش جهانپور  نن په تهران کې له خبریالانو سره په خبرو کې  په ایران کې په کروناویروس د ککړو وروستیو احصایو په باب  په تیر شواروز کې  د یو زر درې سوه  څلور اویا ککړو کسانو پيژندنې ته په اشارې سره  وئيلي دي ،تر دې دمه د تشخیص د  لوړو معیارونو په اساس  په کرونا ویروس په ایران کې  د ککړو کسانو شمیر  اتیا زره  اته سوه  اته شپیته تنو ته رسیدلی دی .

 جهانپور  همداراز  په تیرو ۲۴ساعتونو کې ۷۳ کسانو مړینې ته په اشارې سره   وئیل له بده مرغه  په ایران کې د کرونا ویروس ناروغۍ له امله  تر دې دمه  د قربانیانو شمیر پنځه زره یودیرش تنو ته رسیدلی دی . 

  داپه داسې حال کې دي ، چې  په درستې نړۍ کې  په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر څه دپاسه  دوه میلیون  دوه لکه  او شپيته زره تنو ته زیات شوی  چې په دغه شمیر کې کابو یو لک پنځه پنځوس زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز په درملنې پسې  کابو پنځه لکه  اتیا زره کسان هم ښه شوي او له روغتونونو رخصت شوي دي .

  همداراز  بیا هم امریکا په  نړۍ کې په کرونا ویروس تر ټولو زیات ککړ درلودلي دي . وروستي راپورونه ښئ چې په امریکا کې بیا هم تر دې دمه   دککړو کسانو شمیر  شپږ لکه پنځه اویا زره شپږ سوه ،د مړو شمیر ئې  هم په تیر شوارورز کې د دوه زره پنځه سوه پنځه دیرش کسانو په مړینې سره اوه دیرش زره یوسل اوه پنځوس تنو، په اسپانیان کې د ککړو کسانو شمیر  یو لک پنځه اتیا زره ،د مړو شمیر ئې څوارلس زره درې سوه ،په ایټالیا کې د ککړو کسانو شمیر یو لک  اته شپیته زره نهه سوه نوي ، په فرانسې کې د ککړو کسانو شمیر یو لک پنځه شپیته زره ، د مړو شمیر ئې  اولس زره نهه سوه شل ، په جرمني کې د ککړو کسانو شمیر یو لک اوه  دیرش زره اته سوه ، د مړو شمیر ئې  څلور زره پنځوس ، په انګلستان کې د ککړو کسانو شمیر  یو لک  درې زره  سل ،  دمړو شمیر ئې دیارلس زره  اوه سوه دیرش تنو ته او په چین کې هم دککړو کسانو شمیر  دوه اتیا زره درې سوه پنځوس  او  د مړو شمیر ئې هم څلور زره شپږ سوه شپږ ویشت تنو ته رسیدلی دی .