نور سپوږمکۍ د ایران دفاعي قدرت پیاوړی کړی
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک مشر برید جنرال حسین سلامي د هیواد د څو منظوره سپوږمکۍ په بریالیتوب سره توغول کیدا ته په اشارې سره ټینګار وکړ د نور(Noor) سپوږمکۍ په بریالیتوب سره توغول کیدا د ایران د دفاعي قدرت نوي اړخونه پیاوړي کړل .
حسین سلامي د نور څو منظوره سپوږمکۍ په بریالیتوب سره له توغول کیدا وروسته چې دفاعي کارندوالی هم لري د ایران ملت ته د دغه سترې بریا او د بریالیتوب په مبارکۍ سره وویل دغه مهمه بریا د سپاه پاسداران ځواک د دفاعي ستراتیژیکو اطلاعاتو د پراختیا په معنا ده .
هغه د ایران د سپاه پاسداران ځواک په شان د قدرتمن دفاعي ځواک لپاره بره توانمنیو ته د رسیدا لپاره فضايي ټیکنالوژیو ته رسیدل یو (۱) ضرورت وباله او ویې ویل نن سبا د دنیا قدرتمن پوځونه په فضا کښې له ورتلو پرته جامعه دفاعي نقشه نلري او دغه بره ټیکنالوژۍ چې د ایران د وسونو قلمرو پراخوي یوه (۱) ستراتيژیکه بریا ده .
د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک مشر حسین سلامي په دې خبرې سره چې نور سپوږمکۍ یوازې پوځي او دفاعي مسائیلوته بیله نه ده وویل فضا ته د دغه څو منظوره سپوږمکۍ توغول هم د اطلاعاتو په ټیکنالوژۍ او هم په اطلاعاتي جنګونو کښې کولای شي د ایران لپاره ستراتیژیک ارزش افزوده تولید کړي او هم په اطلاعاتي جنګ کښې قدرتمنې زمینې رامینځته کړي .