د ایران د غوای د څلورمې ڼیتې ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i89520-د_ایران_د_غوای_د_څلورمې_ڼیتې_ځینې_مطبوعات
د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک لخوا د اسلامي جمهوریت لومړنۍ پوځي سپوږمکۍ په بریالیتوب سره وتوغول او د مځکې په مدار کښې ورغلله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 23, 2020 07:39 Asia/Kabul
  • د ایران د غوای د څلورمې ڼیتې ځینې مطبوعات

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک لخوا د اسلامي جمهوریت لومړنۍ پوځي سپوږمکۍ په بریالیتوب سره وتوغول او د مځکې په مدار کښې ورغلله.

 

اطلاعات

د ایران درستو ورځپاڼو د ایران د لومړنۍ پوځی سپوږمکۍ په اړه بیلا بیل مطالب چاپ کړی دی ، نوموړی ورځپاڼۍ هم په خپل لومړی مخ لیکلی دی د ایران  لومړنۍپوځي سپوږمکۍ په بریالیتوب سره وتوغول شوه . ورځپاڼه لیکی د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک لخوا د اسلامي جمهوریت لومړنۍ پوځي سپوږمکۍ په بریالیتوب سره وتوغول او د مځکې په مدار کښې ورغلله.

د ایران د اسلامي جمهوریت د لومړنۍ پوځي سپوږمکۍ په توګه د  نور سپوږمکۍ پرون د قاصد په نوم له سپوږمکۍ توغونکي مرکز چې د ایران په مرکزي دښتې کښې پروت دی د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک لخوا وتوغول شوه او د مځکې په څلورسوه پینځویشت کلوميټرۍ کښې ورغلله . دغه اقدام د اسلامي ایران لپاره په فضايي ډګر کښې ستر بدلون او ستره بریا  ده او په نړیوالو رسندویو کې یې پراخ انعکاس درلودلې دې .

 

ایران کښې د کرونا په ناروغانو کښې ۵۳ فیصده کموالې راغې .د ایران روغتیا وزیر  سعید نمکي پرون د ویډیو کانفرنس له لارې د روغتیا د نړیوال سازمان له عمومي منشي ټِډروس ادانوم او د دغه سازمان د ختیځې مدیترانې سیمې د روغتیا له وزیرانو سره په غونډه کښې وویل د اپریل له دویمې تر شلمې نیټې پورې په ایران کښې هره ورځ په کرونا باندې د اخته کیدونکو کسانو شمیر ۵۳ فیصده او د مړیو شمیر هم ۳۰ فیصده کم شوې دی.

د امکریکا ولسمشر ټرمپ امریکا ته  شپیته ورځې د مهاجرت د بندیز حکم صادر کړ .

د ایران د تیلو وزیر زنګنه وایی اوپک په یوازې سر د تیلو د بازار مشکل نشی اوارولې .

««««««««««««««««««««««««««

کیهان

د ایران د ټولو قواو معظم قوماندان د اسلامی انقلاب د ساتندویه ځواک له کړچار مننه وکړه .

دپوځی سپوږمکی په توغولو کې د سپاه بریالیتوب د امرکیا ولسمشر ټرمپ په اوتوباوتو سر کړ .

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک مشر برید جنرال حسین سلامي د هیواد د سپوږمکۍ په بریالیتوب سره توغول کیدا ته په اشارې سره ټینګار وکړ د نورسپوږمکۍ په بریالیتوب سره توغول کیدا د ایران د دفاعي قدرت نوي اړخونه پیاوړي کړل .ورځپاڼه په دې هکله د سردار سلامی له قوله لیکی د ایران د سپاه پاسداران ځواک په شان د قدرتمن دفاعي ځواک لپاره بره توانمنیو ته د رسیدا لپاره فضايي ټیکنالوجیو ته رسیدل یو  ضرورت دی او نن سبا د نړۍ قدرتمن پوځونه په فضا کښې له ورتلو پرته جامعه دفاعي نقشه نلري او دغه بره ټیکنالوجۍچې د ایران د وسونوواکوالۍ پراخوي یوه ستراتيژیکه بریا حسابیږي .

په جرمنی کی ۱۸۰۰ کډوال ماشومان بی درکه شول .

وسله والو کسانود موزامبیک په یوه کلی کی ۵۲ کسان ووژل .

ایت ا... سیستانی د قم کرونایی ناروغانو د درملنې لپاره یو میلیون ډالره ورکړل .

 عراقچی وایی نړیواله ټولنه دې د امریکې بندیزونو ته غبرګون وښاي . د ایران د خارجه وزیر د سیاسي چارو مرستیال د ناروي د خارجه وزارت له قائم مقام سره په ټیلیفوني خبرو کښې د ایران د خلکو خلاف د امریکا غیرقانوني او غیرانساني بندیزونوته د نړیوالې ټولنې د غبرګون څرګندولو په ضرورت ټینګار وکړ.

 

جام جم

د ایران ولسمشر ښاغلې روحانی وایی کورونا ویروس د ټولو هیوادونو د کارندوالي لپاره ازمیښت دی .

په ملګرو ملتو کی د انګلستان پخوانی استازی پیټر جینکیننز وایی ټرمپ یو بې شرمه پوپولیسټ دې .

د امریکا اکثره خلک د فلسطین هیواد ملاتړ کوي . د ګیلپ موسسې نظر سنجې نتیجې د دې ښودنه کوي چې د امریکا پینځه پنځوس فیصده خلک د فلسطین د خپلواکه هیواد د جوړیدا ملاتړ کوي او څلوردیرش  فیصده نور بیا له دغه موضوع سره مخالف دي او لس فیصده امریکایانو هم دغو پوښتنو ته ځوابونه ورنکړل .

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان اود امریکا ولسمشر  ټرمپ د کرونا او د افغانستان د بدلونونو په هکله  ټیلی فوني خبرې کړي دي .

کورونا ویروس د امریکا څه د پاسه ۴۵۰۰۰ ښاریز وژلي دي او ځینې بیا وایی چی لا هم په امریکا کی د کورونا ناروغۍ خپل پیک ته نده رسیدلی .