د ایران د غوای د څلورمې ڼیتې ځینې مطبوعات
د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک لخوا د اسلامي جمهوریت لومړنۍ پوځي سپوږمکۍ په بریالیتوب سره وتوغول او د مځکې په مدار کښې ورغلله.
اطلاعات
د ایران درستو ورځپاڼو د ایران د لومړنۍ پوځی سپوږمکۍ په اړه بیلا بیل مطالب چاپ کړی دی ، نوموړی ورځپاڼۍ هم په خپل لومړی مخ لیکلی دی د ایران لومړنۍپوځي سپوږمکۍ په بریالیتوب سره وتوغول شوه . ورځپاڼه لیکی د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک لخوا د اسلامي جمهوریت لومړنۍ پوځي سپوږمکۍ په بریالیتوب سره وتوغول او د مځکې په مدار کښې ورغلله.
د ایران د اسلامي جمهوریت د لومړنۍ پوځي سپوږمکۍ په توګه د نور سپوږمکۍ پرون د قاصد په نوم له سپوږمکۍ توغونکي مرکز چې د ایران په مرکزي دښتې کښې پروت دی د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک لخوا وتوغول شوه او د مځکې په څلورسوه پینځویشت کلوميټرۍ کښې ورغلله . دغه اقدام د اسلامي ایران لپاره په فضايي ډګر کښې ستر بدلون او ستره بریا ده او په نړیوالو رسندویو کې یې پراخ انعکاس درلودلې دې .
ایران کښې د کرونا په ناروغانو کښې ۵۳ فیصده کموالې راغې .د ایران روغتیا وزیر سعید نمکي پرون د ویډیو کانفرنس له لارې د روغتیا د نړیوال سازمان له عمومي منشي ټِډروس ادانوم او د دغه سازمان د ختیځې مدیترانې سیمې د روغتیا له وزیرانو سره په غونډه کښې وویل د اپریل له دویمې تر شلمې نیټې پورې په ایران کښې هره ورځ په کرونا باندې د اخته کیدونکو کسانو شمیر ۵۳ فیصده او د مړیو شمیر هم ۳۰ فیصده کم شوې دی.
د امکریکا ولسمشر ټرمپ امریکا ته شپیته ورځې د مهاجرت د بندیز حکم صادر کړ .
د ایران د تیلو وزیر زنګنه وایی اوپک په یوازې سر د تیلو د بازار مشکل نشی اوارولې .
««««««««««««««««««««««««««
کیهان
د ایران د ټولو قواو معظم قوماندان د اسلامی انقلاب د ساتندویه ځواک له کړچار مننه وکړه .
دپوځی سپوږمکی په توغولو کې د سپاه بریالیتوب د امرکیا ولسمشر ټرمپ په اوتوباوتو سر کړ .
د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک مشر برید جنرال حسین سلامي د هیواد د سپوږمکۍ په بریالیتوب سره توغول کیدا ته په اشارې سره ټینګار وکړ د نورسپوږمکۍ په بریالیتوب سره توغول کیدا د ایران د دفاعي قدرت نوي اړخونه پیاوړي کړل .ورځپاڼه په دې هکله د سردار سلامی له قوله لیکی د ایران د سپاه پاسداران ځواک په شان د قدرتمن دفاعي ځواک لپاره بره توانمنیو ته د رسیدا لپاره فضايي ټیکنالوجیو ته رسیدل یو ضرورت دی او نن سبا د نړۍ قدرتمن پوځونه په فضا کښې له ورتلو پرته جامعه دفاعي نقشه نلري او دغه بره ټیکنالوجۍچې د ایران د وسونوواکوالۍ پراخوي یوه ستراتيژیکه بریا حسابیږي .
په جرمنی کی ۱۸۰۰ کډوال ماشومان بی درکه شول .
وسله والو کسانود موزامبیک په یوه کلی کی ۵۲ کسان ووژل .
ایت ا... سیستانی د قم کرونایی ناروغانو د درملنې لپاره یو میلیون ډالره ورکړل .
عراقچی وایی نړیواله ټولنه دې د امریکې بندیزونو ته غبرګون وښاي . د ایران د خارجه وزیر د سیاسي چارو مرستیال د ناروي د خارجه وزارت له قائم مقام سره په ټیلیفوني خبرو کښې د ایران د خلکو خلاف د امریکا غیرقانوني او غیرانساني بندیزونوته د نړیوالې ټولنې د غبرګون څرګندولو په ضرورت ټینګار وکړ.
جام جم
د ایران ولسمشر ښاغلې روحانی وایی کورونا ویروس د ټولو هیوادونو د کارندوالي لپاره ازمیښت دی .
په ملګرو ملتو کی د انګلستان پخوانی استازی پیټر جینکیننز وایی ټرمپ یو بې شرمه پوپولیسټ دې .
د امریکا اکثره خلک د فلسطین هیواد ملاتړ کوي . د ګیلپ موسسې نظر سنجې نتیجې د دې ښودنه کوي چې د امریکا پینځه پنځوس فیصده خلک د فلسطین د خپلواکه هیواد د جوړیدا ملاتړ کوي او څلوردیرش فیصده نور بیا له دغه موضوع سره مخالف دي او لس فیصده امریکایانو هم دغو پوښتنو ته ځوابونه ورنکړل .
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان اود امریکا ولسمشر ټرمپ د کرونا او د افغانستان د بدلونونو په هکله ټیلی فوني خبرې کړي دي .
کورونا ویروس د امریکا څه د پاسه ۴۵۰۰۰ ښاریز وژلي دي او ځینې بیا وایی چی لا هم په امریکا کی د کورونا ناروغۍ خپل پیک ته نده رسیدلی .