ایران د امریکا د خزانې وزارت پریکړه وغندله
زمونږ خبریال وايي د ایران د باندنیو چارو وزارت د هیواد د رسنیو اینټرنیټ پاڼو ته د لاسرسي په بندولو کښې د امریکا د خرانې وزارت فیصله وغندله .
د ایران خارجه وزارت نن په خپلې ټویټر اینټرنیټ پاڼې کښې د فارس خبري اژانس ، د راډیو او د ټیلي ويژن ادارې صداو سیما او د مطبوعاتو د کلتوري موسسې د عکسونو په خپرولو سره وویل د ایران اسلامي جمهوریت د خپل هیواد د رسنیو اینټرنیټ پاڼو ته د لاسرسي په بندولو کښې د امریکا د خزانې وزارت فیصله چې د بیان د ازادۍ او د بشري حقوقو له نړیوالې اعلامیې سره توپیر لري په ککله غندي .
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وویل د متبادله رسندوي بهیر په غلي کولو کښې د امریکا د رژیم اقدام واشنګټن د نړیواله محوره قانون د نظم په اصلي خلاف ورزۍ کونکی بدل کړی دی .
د امریکا خزانې وزارت د روان میلادي کال په فرورۍ میاشت کښې د فارس خبري اژانس فارس نیوز ټکی کام( farsnews.ir) اینټرنیټ پاڼه بنده کړه .
د تهران چاپ ایران ورځپاڼې رسمي اینټرنیټ پاڼه ایران ډیش نیوزپیپر ټکی کام (iran-newspaper.com) پاڼه د امریکا د خزانې وزارت د خارجي شتمنیو د کنټرول د دفتر اوفک (Office of Foreign Assets Control) لخوا مصادره شوه او وتړل شوه .