ایران د امریکا د خزانې وزارت پریکړه وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i89603-ایران_د_امریکا_د_خزانې_وزارت_پریکړه_وغندله
زمونږ خبریال وايي د ایران د باندنیو چارو وزارت د هیواد د رسنیو اینټرنیټ پاڼو ته د لاسرسي په بندولو کښې د امریکا د خرانې وزارت فیصله وغندله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 26, 2020 07:50 Asia/Kabul
  • ایران د امریکا د خزانې وزارت پریکړه وغندله

زمونږ خبریال وايي د ایران د باندنیو چارو وزارت د هیواد د رسنیو اینټرنیټ پاڼو ته د لاسرسي په بندولو کښې د امریکا د خرانې وزارت فیصله وغندله .

د ایران خارجه وزارت نن په خپلې ټویټر اینټرنیټ پاڼې کښې د فارس خبري اژانس ،  د راډیو او د ټیلي ويژن ادارې صداو سیما او د مطبوعاتو د کلتوري موسسې د عکسونو په خپرولو سره وویل د ایران اسلامي جمهوریت د خپل هیواد  د رسنیو اینټرنیټ پاڼو ته د لاسرسي په بندولو کښې د امریکا د خزانې وزارت فیصله چې د بیان د ازادۍ  او د بشري حقوقو له نړیوالې اعلامیې سره توپیر لري په ککله غندي .

د ایران د بهرنیو  چارو وزارت وویل د متبادله  رسندوي بهیر په غلي کولو کښې د امریکا د رژیم اقدام واشنګټن  د نړیواله محوره قانون د نظم په اصلي خلاف ورزۍ کونکی بدل کړی دی .

د امریکا خزانې وزارت د روان میلادي کال په فرورۍ میاشت کښې د فارس خبري اژانس فارس نیوز ټکی کام( farsnews.ir) اینټرنیټ پاڼه بنده کړه .

د تهران چاپ  ایران ورځپاڼې رسمي اینټرنیټ پاڼه ایران ډیش نیوزپیپر ټکی کام (iran-newspaper.com) پاڼه د امریکا د خزانې وزارت د خارجي شتمنیو د کنټرول د دفتر اوفک (Office of Foreign Assets Control) لخوا مصادره شوه او وتړل شوه .