د ایران د کورونا ۶۹۰۰۰ کسان ښه شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i89613-د_ایران_د_کورونا_۶۹۰۰۰_کسان_ښه_شوي_دي
زمونږ خبریال وايي د ایران د روغتیا وزارت په کورونا ویروس د څه دپاسه نوي زره(۹۰۰۰۰) خلکو اخته کیدا ته په اشارې سره وویل تراوسه په دغه ناروغۍ نهه شپیته زره او شپږ سوه اوه پنځوس ککړ کسان روغ شوي او له روغتونونو خپلو کورونو ته تللي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 26, 2020 10:38 Asia/Kabul
  • د ایران د کورونا ۶۹۰۰۰ کسان ښه شوي دي

زمونږ خبریال وايي د ایران د روغتیا وزارت په کورونا ویروس د څه دپاسه نوي زره(۹۰۰۰۰) خلکو اخته کیدا ته په اشارې سره وویل تراوسه په دغه ناروغۍ نهه شپیته زره او شپږ سوه اوه پنځوس ککړ کسان روغ شوي او له روغتونونو خپلو کورونو ته تللي دي .

د ایران د روغتیا وزارت د اطلاعاتو او د عمومي اړیکو د مرکز مشر کیانوش جهانپور نن وویل په تیرو څلرویشتو (۲۴)ساعتونو کښې په هیواد کښې په کورونا ویروس یوزر یوسل درې پنځوس (۱۱۵۳) نوي ککړ کسان وپیژندل شول .

جهانپور په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په ایران کښې د شپیتو (۶۰) نورو کسانو مړ کیدا ته په اشارې سره وویل په هیواد کښې د کورونا ویروس له کبله تراوسه پینځه زره او اوه سوه لس (۵۷۱۰) کسان مړه شوي دي .

د ایران د روغتیا وزارت د اطلاعاتو او د عمومي اړیکو د مرکز مشر کیانوش جهانپور وویل تراوسه د هیواد په یوسل شپږویشتو (۱۲۶) لیبراتورانو کښې د کورونا د تشخیص څلور لکه یویشت زره او درې سوه دیارلس (۴۲۱۳۱۳) ازمیښتونه ترسره شوي دي .

په ټوله دنیا کښې په کورونا ویروس د  ککړو کسانو شمیر دریو (۳) میلیونو ته رسیدلی او کابو دوه لکه پکښې مړه شوي او څه د پاسه اته لکه نهه دیرش زره (۹۳۰۰۰۰) نور ښه شوي او له روغتونونو څخه رخصت شوي دي .