د ایران د غوای د نهمې نیټې ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i89655-د_ایران_د_غوای_د_نهمې_نیټې_ځینې_مطبوعات
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ظریف ایټمي موافقې ته د ستنیدو لپاره د امریکا فیصله د اسلامي ایران خلاف د زیات نه زیات دباؤ د سیاست د شرمناکې ماتې نتیجه وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 28, 2020 08:26 Asia/Kabul
  • د ایران د غوای د نهمې نیټې ځینې مطبوعات

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ظریف ایټمي موافقې ته د ستنیدو لپاره د امریکا فیصله د اسلامي ایران خلاف د زیات نه زیات دباؤ د سیاست د شرمناکې ماتې نتیجه وبلله .

 

کیهان

دغې ورځپاڼۍ په خپل لومړی مخ د نورو مطلبونو تر څنګ لیکلی دی چی له کرونا سره په مقابله کې د ټرمپ خراب مدیریت ۵۵ زره امریکایانو د مړینې سبب شوی دی .

 ښاغلی ریسی ویلی دی د نور سپوږمکۍ توغول د نړیوالو پریکړه لیکونو خلاف نه دي . د ایران د قضائيه قوې مشر د امریکا او د هغو اروپايي هیوادونو ادعا او شورماشور چې د نور په نامه د ایراني سپوږمکۍ فضا ته لیږل له نړیوالو پریکړه لیکونو سره په تضاد کښې بولي، دروغ وباله. د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک له خوا فضا ته د نور په نامه سپوږمکۍ له کامیابې لیږدونې وروسته ځینو اروپايي او امریکايي چارواکو د ایران له دې کاره اندیښنه څرګنده کړه او مدعي شول چې ایران د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک خلاف ورزي کړې ده.

په اسراییلو کې د فساد سونامی ، د نتانیاهو د کابینې درې نور وزیران فاسد راووتل .

صیهونیسټی سرچینې وایی د لبنان حزب ا... په سختو شرایطو کې د اسرایلو حملو ته د ځواب ورکولو توان لري .

د لیبیا د حفتر ځواکونو ویندوی وایی ترکیې له سوریې ، لیبیا ته ۱۷ زره ترهه ګر منتقل کړل .

په ۲۰۱۹ میلادی کال کی دنیا دوه ټریلیون ډالره په وسلو لګولی دي .

 

شرق ورځپاڼه

 

دغې ورځپاڼې په خپل لومړی مخ په غټو ټکیو کی لیکلی دی چی تیل په قرنطینه کې .

د ایران خارجه وزارت په ټویټر کې ولیکل د مایک پمپیو د خارجه وزارت په پړاو کې نړۍ نوره هم ناامنه او امریکا کرکجنه او سپکه شوی ده .

شرق په یوه بل ځای کی د سردار شریف له قوله لیکلی دی د نور سپوږمکی وښودله چی بایکاټ د علمی ودې خنډ ندی شوی . جنرال رمضان شریف په دې خبرې سره چې نور نومې سپوږمکۍ د ایراني ځوانانو لاسته راوړنه ده، زیاته کړه: له دې سترې بریا وروسته ټولو دښمنانو په لومړی ځل فضايي پوهې ته د ایران د اسلامي جمهوریت په لاسرسۍ اعتراف وکړ.

د سپاه پاسداران ویاند زیاته کړه امریکایانو او اروپایانو ومنله چې بندیزونه نه دي توانیدلې چې د ایران داسلامي جمهوریت په علمي پرمختګونوکښې هیڅ ډول خنډرامینځته کړي او د درنو بندیزونو سره سره ایراني ځوانانو په خپل هوډ او ارادې سره سترې علمي لاسته راوړنې ترلاسه کړې دي.

د ایران د اسلامی شورا مشر ډاکټر لاریجانی کرونا ته ماته ورکړه .

 

قدس

 

د ایران یوه پوه بنسټه شرکت د کرونا د ژر تشخیص نوې کیټ جوړ کړ .

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ظریف  ایټمي موافقې ته د ستنیدو لپاره د امریکا فیصله د اسلامي ایران خلاف د زیات نه زیات دباؤ د سیاست د شرمناکې ماتې نتیجه وبلله .

 په ایران کښې د کرونا کابو ۷۱ زره ناروغان ښه شوی دي . د ایران د روغتیا وزارت د عامه اړیکو د مرکز مشر کیانوش جهانپور په ایران کښې په کرونا وایرس د ککړو کسانو د وروستیو احصائیو په هکله خبریالانو ته وویل دنورو ۹۹۱ نویو ناروغانو په معلومیدو سره په هیواد کښې د کرونا د ناروغانو ټول شمیر ۹۱ زره او ۴۷۲ کسانو ته رسیدلې دی.

هغه زیاته کړی ده له ۳۶ ورځو په ایران کښې په ورځنۍ توګه په کوویډ-۱۹ ناروغۍ باندې د اخته شویو کسانو شمیر له زرو کم شوې دی.

جنوبی کوریا ادعا وکړه د شمالی کوریا مشر ژوندې او سالم دې .

د روغتیا نړیوال سازمان وویل چې د افغانستان څه باندې درې میلیونه خلک د جنګ او طبیعي آفتونو په وجه سمدستي درملیزو خدماتو ته اړه لري.