صهيونېسټان د يمن د وېشلو پلان لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i89698-صهيونېسټان_د_يمن_د_وېشلو_پلان_لري
په نړيوالو چارو کښې د ايران د اسلامي شورا د جرګې د مشر خاص مرستيال د يمن تاريخي او تمدني هېواد تقسيمول د صهيونېسټانو قطعي پلان وبلۀ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 30, 2020 11:04 Asia/Kabul
  • صهيونېسټان د يمن د وېشلو پلان لري

په نړيوالو چارو کښې د ايران د اسلامي شورا د جرګې د مشر خاص مرستيال د يمن تاريخي او تمدني هېواد تقسيمول د صهيونېسټانو قطعي پلان وبلۀ.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې حسين امير عبداللهيان په خپل پو ټوئيټ کښې  وليکل: سعودي او امارات بايد يمن د دغه هېواد خاوندانو ته وسپاري او خپلو کورونو ته دې ستانۀ شي.

هغه تاکيد وکړ: بې له شکه چې پردي به د يو متحد او يو موټے  يمن په راتلونکي کښې څه ځاے ونه لري.

سعودی د اماراتو، امريکې، اسرائيلو او څو نورو عربو او لويديځو هېوادونو  په ملاتړ او اقتدار ته د مستعفي او فراري ولسمشر عبد ربه منصور د رسولو په بهانه د ۲۰۱۵ ميلادي کال له مارچ راهسې د يمن د خلقو خلاف حملې شروع کړې دي چې اوس هم دوام لري او په دغو حملو کښې په زرګونو کسان مړۀ او ژوبل شوي او د هېواد روغتونونه ، ښوونځی ، بېخ بنائي تاسيستات او د خلقو کورونه تباه کړې شوي دي . او په ميلينونو يمنيان کډه په سر شوي او اوس هم يمنيان د زمکې ، هوا او سمندر له لوري په محاصره کښې له سختو خوراکي، درملي او د ضرورت وړ نورو څيزونو له سخت کمښت سره مخامخ دي.

سعودي رژيم او د هغه انډيوالان تر اوسه د يمن د خلقو د مقاومت په وجه په دغه هېواد کښې خپلو مقاصدو يعنې اقتدار ته د خپلو لاسپوسو په رسولو کښې نه دي کامياب شوي.