حسن درويشيان:
ايران له کورونا سره په مقاله کښې له ترټولوبريالو هېوادونو څخه دے
د ايران د عمومي تحقيقاتي ادارې مشر وويل: د ايران اسلامي جمهوريت د کورونا وائرسو د شفاء موندونکو د شمېر د زياتېدو او د قربانيانو د کمښت په زمينه کښې په ترټولو بريالو هېوادونو کښې شمېر دے.
د ايرنا د رپوټ له مخې حسن درويشيان پرون په اورېشيا کښې له بشري حقوقوڅخه د دفاع په څلورمه نړيواله غونډه او د اورېشيا د امبودزمانو د اتحاديې په غونډه کښې چې د ويډيو کانفرنس په شکل اوشوې وويل، د بنديزونو په ډېر سخت حالت کښې روغتيائي چک اپ او له کورونا سره د مبارزې د ملي رضاکارانه پلان څخه په اثر ورکونکې ګټه اوچتونه او د خلقو د سلامتيا په ساتنې سره د اقتصادي فعاليتونو په فعالولو کښې له کورونا سره د مقابلې په ډګر کښې ايران د کاميابۍ يو مهمه نمونه دے.
درويشيان دې ته په اشارې سره چې امريکه د ايران په شمول د نړۍ د پتياليو ملتونو په خلاف يو اړخيزه بنديزونه او اقتصادي ترهه ګري په ټينګار سره تعقيبوي او له کورونا بيمارۍ سره د نړيوالې مقابلې په يو موټي صف کښې د درز سبب شوې ده وويل: ايران له بنديانو سره د روغتيائي پروټوکولونو او د بشري حقوقو د قوانينو په خيال ساتنې سره چلند کړے دے، په داسې حال کښې چې په امريکه کښې چې د بشري حقوقو يو مدعي هېواد دے زياتره بنديان په کورونا اخته دي.
په اورېشيا کښې له بشري حقوقوڅخه د دفاع څلورمه نړيواله غونډه او د اورېشيا د امبودزمانو د اتحاديې غونډه چې ټاکل شوې وه د روسيې په کورباتوب سره جوړه شي د کورونا وائرسو د خپرېدو په وجه د ويډيو کانفرنس له لارې اوشوه.