ایران کښې نن جمعه هم د جامعې لمونځ ترسره نشو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i89725-ایران_کښې_نن_جمعه_هم_د_جامعې_لمونځ_ترسره_نشو
زمونږ خبریال وايي د ایران د جمعې لمانځه د امامانو د سیاست د جوړونې شورا په یوې (۱) خبر پاڼه کښې د هیواد د ټولو ولایتونو په مرکزونو کښې د جمعې لمانځه د ترسره کیدا د لغو کیدا خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 01, 2020 08:44 Asia/Kabul
  •  ایران کښې نن  جمعه هم د جامعې لمونځ ترسره نشو

زمونږ خبریال وايي د ایران د جمعې لمانځه د امامانو د سیاست د جوړونې شورا په یوې (۱) خبر پاڼه کښې د هیواد د ټولو ولایتونو په مرکزونو کښې د جمعې لمانځه د ترسره کیدا د لغو کیدا خبر ورکړ .

دغه شورا د کورونا ناروغۍ تر بشپړه کنټرول پورې  په غونډو کښې د خلکو د ګډون د نه کولو اړتیا ته په اشارې سره وویل نن جمعه ورځ به هم د تیرو اونیو په شان د هیواد د ولایتونو په مرکزونو کښې د جامعې لمونځ ترسره نشي .

په ایران کښې تراوسه کابو څلور نوي زره (۹۴۰۰۰) خلک په کورونا ویروس ککړ شوي چې پینځه اویا زره (۷۵۰۰۰) ترې ښه شوي او شپږ زره او اتویشت (۶۰۲۸)کسان مړه شوي هم دي .