د ترهګرۍ د اصلي ملاتړو هیوادونو څيره ښکاره شوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i89738-د_ترهګرۍ_د_اصلي_ملاتړو_هیوادونو_څيره_ښکاره_شوي
فارس خبري اژانس راپور ورکړ د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د شورا سیکرټر علي شمخاني نن سهار د لبنان د حزب الله غورځنګ په ترهګر اعلانولو کښې د جرمني د حکومت غلیمانه اقدام نوي حیرانتیا وبلله چې د ترهګرۍ د اصلي ملاتړو هیوادونو له څیرې څخه یې پرده لیرې کړي ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 01, 2020 23:42 Asia/Kabul
  • د ترهګرۍ د اصلي ملاتړو هیوادونو څيره ښکاره شوي

فارس خبري اژانس راپور ورکړ د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د شورا سیکرټر علي شمخاني نن سهار د لبنان د حزب الله غورځنګ په ترهګر اعلانولو کښې د جرمني د حکومت غلیمانه اقدام نوي حیرانتیا وبلله چې د ترهګرۍ د اصلي ملاتړو هیوادونو له څیرې څخه یې پرده لیرې کړي ده .

هغه د لبنان د حزب الله غورځنګ په ترهګر بللو کښې د جرمني د دښمانه اقدام د غندلو په ترڅ کښې وویل د عراق په پخواني دیکتاتور صدام باندې د کیمیاوي وسلو خرڅونکي هیوادونه د بشري حقوقو دفاع کونکي شوي او له خپل ماشوم وژونکي دوست څخه په ویریدا سره اتلوال حزب الله غورځنګ ترهګر نوموي .

شمخاني وویل داعش ډله اروپا ته ونه رسیدله ځکه چې مقاومت غورځنګ یې مخه ونیوله .

د جرمني د کورنیو چارو وزارت په تیرې پنجشنبې ورځ د امریکا او د صهیونیسټ رژیم د نظر د جلبولو په لړ کښې د لبنان د حزب الله غورځنګ د ترهګر بللو په ترڅ کښې په خپل هیواد کښې د حزب الله په فعالیتونو بندیز ولګاوه .

صهیونیسټ رژیم او امریکا په تیرو میاشتو کښې د لبنان د حزب الله د فعالیتونو د محدود کولو لپاره په هڅې کښې د حزب الله د ترهګر اعلانولو لپاره په اروپايي هیوادونو سخت دباونه راوستلي دي .

د لبنان حزب الله غورځنګ د مقاومت د جبهې د یوه (۱) اصلي غړي په توګه په سیمه کښې د امریکا او د صهیونیسټ رژیم له اقداماتو او دسیسو سره په مقابلې کښې اساسي رول لري .