ایران د پاکستان د ۷۰۰۰ ښاریزو ازموینې ترسره کړي
May 01, 2020 23:57 Asia/Kabul
د ایران د زاهدان د طبي علومو د پوهنتون د روغتیا چارو مرستیال سید مهدي طباطبايي وویل په میرجاوه سرحد کښې په تیرو دوو (۲) میاشتو کښې د پاکستان د څه دپاسه اوه زره (۷۰۰۰) ښاریزو د سلامتیا معاینه یعني سکرینینګ(Screening) شوی دی .
هغه له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل د کورونا ویروس د خپریدا د مخنیوي اهمیت ته په پام سره د ایران په جنوب ختیځ کښې د میرجاوه په سرحدي ټرمینل کښې د ناروغیو د سینډرمیک(syndromic) څارنې نظام پیاوړی شوی دی .
طباطبايي د میرجاوه د سرحدي ټرمینل د ودانۍ او د هالونونو پاکولو ته په اشارې سره وویل د پاکونې لپاره د اړتیا وړ استعمالیدنکي شیان او تجهیزات د سرحدي روغتیا د څارنې او د ایران د روغتیا وزارت د کار او د ژواک چاپیریال د سلامتیا د ادارې معیارونو پراساس برابر شوي دي .
ټیګونه